جاپان د اوبو لګونې او سړکونو لپاره ٦٣ ميليونه ډالره مرسته کوي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ٤ ورى ٩٤): په کابل کې د جاپان سفارت وايي، هېواد يې د افغانستان د اوبولګونې او سړکونو لپاره څه باندې ۶۳ میلیونه امریکایي ډالرو چمتو او ځانګړي کړي دي.

د دې سفارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جاپان حکومت له افغانستان حکومت سره د ۶۳.۶۵۴ میلیونو امریکایی ډالرو په ارزښت د اوبو لګونې سیستمونو او د کلیو د سړکونو د لاسرسي په برخه کی مرسته کوي.

سرچينه کاږي، د دې مرستې ١٥ ميليونه ډالره به د اوبو لګولو د پراختيا او بېرته فعالولو په پروژې (IRDP)، ١٥ ميليونه نور ډالر به د افغانستان کلیو ته د لاسرسي په پروژې (ARAP) او له ۳۳ میلیونو امریکایی ډالرو نه زیات به د افغانستان حکومت عادي بودجې ته د عادي لګښت لپاره ورکړل شی، ترڅو حکومت وکولای شی افغانانو ته اسانتیاوې او خدمتونه په دوامداره توګه وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، دا مرسته د افغانستان د بیارغونې له وجهي صندوق (ARTF) سره شوې، چی د نړیوال بانک له خوا اداره کېږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې،  له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا له افغانستان سره د جاپان مرستې په مجموعي ډول ۶.۱۳۱ میلیاردو امریکایی ډالرو ته رسېږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 268 تاريخ : چهارشنبه 4 فروردين 1395 ساعت: 22:38