عبدالله: د هېواد د ساتنې يواځينۍ لاره ملي يووالى دى

ساخت وبلاگ

مزارشريف (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۹۵): د حکومت اجرايه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان د ساتنې يواځېنۍ لاره په ملي يووالي کې ده.

نوموړي دغه څرګندونې په مزارشريف ښار کې د نوروز جشن د نمانځنې په ترڅ کې حضرت علي (کرم الله وجهه) ته منسوبه د روضې جنډې د پورته کېدو مراسمو په اوږدو کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وکړې.

هر كال د وري په لومړۍ نېټه د بلخ په مركز مزارشريف ښار كې د نوروز جشن په ځانګړو مراسمو نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايتمآب جنډه پورته کېږي چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي په کې برخه اخلي.

په سږني مراسمو کې د بلخ د دولتي او امنيتي چارواکو، د شمال زون لوړپوړو امنيتي چارواکو او د دغه زون د غوڅ ملاتړ د قوماندانۍ پر قوماندان سربېره د حکومت د اجرايوي رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د کابينې د ځينو وزيرانو او د ملي شورا د يو شمېر وکيلانو په ګډون پلاوي برخه اخيستې وه.

سربېره پر دې چې په يادو مراسمو کې د هېواد له بېلابېلو برخو زرګونو کسانو برخه اخيستې وه، د ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو ځينو دولتي مېلمنو او په مزارشريف ښار کې د بهرنيو هېوادونو کونسلرانو هم ګډون کړى و.

د سهار په لس بجې او ۴۵ دقيقو د سخي جنډه د نظامي مراسمو او د توپونو د ډزو په ترڅ کې د ډاکتر عبدالله په قومانده پورته کړای شوه.

د حکومت اجرايه رييس چې د يو پلاوي په مشرۍ يې په يادو مراسمو کې برخه اخيستې وه، د ولسمشر محمداشرف غني د نوي کال د مبارکۍ پيغام خلکو ته ورکړ.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې پر ملي يووالي ټينګار وکړ او زياته يې کړه، له همدې لارې د ټولو ستونزو حل پيدا کېدی شي.

هغه د سولې د روانو خبرو په تړاو وويل چې سوله د افغانستان اړتيا ده او دوی په کې د زړه له کومې هڅې کوي.

ډاکتر عبدالله وويل، د سولې په روانو خبرو کې د افغانستان ملي ارزښتونه په پام کې نيول کېږي.

په دغو مراسمو کې د بلخ سرپرست والي عطامحمد مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ وويل، د دغه جشن نمانځنه افغانانو ته له خپلو نيکونو پاتې ده، چې تر دې دمه د ملي او عنعنوي جشن په توګه نمانځل کېږي.

هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې د شمال د وروستي کال نا امنيو ته اشاره وکړه چې په ترڅ کې يې ځيني ترهګر په دغه زون کې ځای پر ځای شوي دي.

د بلخ سرپرست والي وويل، په تېر کال کې څو ځلې د بلخ د نا امنه کېدو هڅه وشوه، خو دوی يې د بلخ د خلکو په ملاتړ او امنيتي ځواکونو له لوري مخه ونيوله.

نوموړي همداراز په شمال کې د تروريستانو د ځای پر ځای کېدو له امله د راتلونکي کال پسرلی د جګړو له امله ګواښمن وباله.

د بلخ والي د سولې په تړاو وويل چې افغانان سولې ته تږي دي؛ خو بايد د سولې په اړه له ټولو مسايلو خبر وي.

هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې په ۱۳۹۴لمريز کې د بيارغونې ځينو چارو ته اشاره وکړه چې ترسره شوي او ځينې تر کار لاندې دي.

نوموړي په تېر کال کې د نږدې دېرش کيلومتره سړک پخولو، د بلخ پوهنتون د عامه ادارې او اقتصاد پوهنځيو او د هلکانو او نجونو د ليليو د ودانيو جوړولو، د مولانا د پلار د کور د جوړېدو د چارو د پيلېدو خبر ورکړ.

ده زياته کړه، همداراز د باختر لېسې د نوې ودانۍ، د لوبو سټيډيوم، د يوه جمنازيوم او د مور او ماشوم انسټيټوټ د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

د هغه په وينا، همدارنګه د ۱۳۹۴لمريز کال د بلخ ولايت ټول عوايد د ۹۳ کال په پرتله ۱۸ سلنه لوړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه، په ۹۴ کال کې دوی ۸ ميليارده افغانۍ عوايد ملي بوديجې ته سپارلي دي.

د يادولو ده، که څه هم سږ کال د تېرو کلونو په څېر په مزارشريف ښار کې د نوروز جشن د نمانځنې په موخه ښه هر اړخيز چمتووالی نيول شوی و، خو د خلکو ګډون په کې د تېرو کلونو په پرتله يو څه پيکه و.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 225 تاريخ : يکشنبه 1 فروردين 1395 ساعت: 17:48