پاکستان د اسیا جام پای لوبې، خو بنګله دیش کور ته ولاړ

ساخت وبلاگ

29

د کرکټ ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ترمنځ د اسیا جام سیالیو په لمړۍ نیمه پای لوبه کې بنګله دیش د باران ښکار شو.

په سیالۍ کې د دواړو پاکستان او بنګله دیش د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ شوې، چې پکې پاکستان بنګله دیش ته ماتې ورکړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې بنکله دیشۍ لوبډلې په لمړۍ توپ وهنه کې د خپلو ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۴ منډې جوړې کړې، خو سیالۍ کې باران پاکستانۍ لوبډلې سره بخت یار کړ او د ۲ منډو په توپير سره یې بنګله دیش ته ماتې ورکړه.

د ۲۰۱۷ م کال د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو په اسیايي جام سیالیو کې د هندوستان، پاکستان سریلنکا، بنګله دیش، نیپال، مالیزیا، متحده عربي امارات او افغانستان په شمول ۸ لوبډلو ګډون کړی و، چې لمړي ګروپ څخه پاکستان د لمړۍ لوبډلې په توګه پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د دې جام سیالیو کې د لمړي ځل لپاره د اتلولۍ جام د هندوستان او پاکستان په شریکه، خو په دویم او دریم ځل اتلولي یې هندوستان خپله کړې وه

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : پاکستان, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 266 تاريخ : سه شنبه 30 آبان 1396 ساعت: 19:42