افغانستان نیپال ته په ماتې ورکولو د اسیا جام فاینل ته ورسید

ساخت وبلاگ

د ۲۰۱۷ م کال د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو د لوبډلو ترمنځ د اسیايي جام په سیالیو کې افغان لوبډله نیپال ته په ماتې ورکولو سره وروستۍ فاینل لوبې ته ورسیده.

د مالیزیا هېواد په کوربه توب د څلورم پړاو ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا جام دا سیالۍ، چې د هندوستان، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش، نیپال، مالیزیا، متحده عربي امارات او د افغانستان لوبډلو په لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، پکې افغان لوبډلې په دویم ګروپ کې خپلو سیالانو ته په ماتو ورکولو سره لمړی نیمه پای لوبې ته ورسیده او په نیمه پای لوبه کې یې نیپال څخه په بریا خپلولو پای لوبې ته لار پیدا کړه.

په ترسره کړیو سیالیو کې افغان لوبډلې سریلنکا ته ماتې ومنله، خو په نورو لوبو کې یې پاکستان، متحده عربي اماراتو او نیپال څخه بریاوې خپلې کړې.

د نیمه پای لوبې په دې سیالۍ کې افغان لوبډلې د ټاس په ګټلو د نیپال لوبډلې ته د لمړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه، چې د ۲۸ اورنو په لوبولو سره یې د انیل کمار د پنځوسیزې په شمول ۱۰۳ منډې جوړې کړې.

په ځوابي لوبه کې افغان لوبډلې د خپلو ۳ لوبغاړو په سوځیدو د رحمان الله ګربز د ۷۱ منډو جوړولو سره دغه هدف پوره کړ.

د افغانستان لخوا په دې سیالۍ کې مجیب ځدران یو ځل بیا په روان ټورنمنټ کې ۶ لوبغاړي وسوځول او په همدې سره د دغه ټورنمنټ د بالرانو په لیست کې د ۱۵ لوبغاړو په سوځولو مخکښ توپ اچونکی وشمیرل شو.

افغان لوبډله به د اسیا جام سیالیو پای لوبه کې د اتلولۍ خپلولو په موخه د یکشنبې په ورځ د پاکستان ۱۹ کلنو ځوانونو د کرکټ ملي لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د دغه ټورنمټ سیالیو پیل کې افغان لوبډله د پاکستان سره په لمړۍ سیالۍ کې مخ شوه، چې پکې یې په ستر توپیر پاکستان ته ماتې ورکړه.

په هغې سیالۍ کې افغان لوبډلې د مجیب ځدراڼ ۶ ویکټو په ترلاسه کولو سره پاکستانۍ لوبډله په ۵۷ منډو وسوځوله او د افغان لوبډلې لخوا یې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۱۰ م اور کې پوره کړی شو.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : افغانستان, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 254 تاريخ : سه شنبه 30 آبان 1396 ساعت: 19:42