راتلونکې شپږیزه د کابل پر ځای متحده عربي اماراتو کېږي

ساخت وبلاگ

198

د افغانستان د کورني کرکټ شپږیزه غوره لیګ راتلونکي پړاو سیالۍ به د کابل پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې د راتلونکي ۶ پړاو کرکټ غوره لیګ سیالۍ به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، چې پکې به د نورو بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ له افغانستان څخه ۹۰ لوبغاړو ته د لوبیدو چانس وي.

د کرکټ بورډ اجرایوي رییس شفیق الله ستانکزي ویلي دی، د شپږیزې کرکټ غوره لیګ دا سیالیو به د تیرو پړاونو په نسبت تغیر وي او د هیڅ بهرني کرکټ لیګ پرتله به پکې کمی نه وي.

د افغانستان د کورني کرکټ په سیالیو کې شپږیزه د کرکټ هغه لیګ دی، چې د تیر ۵ پړاو سیالیو د ترسره کیدو وړاندې پکې د لمړي ځل لپاره کورني او بهرني لوبغاړو لکه د بهرنیو لیګونو په څیر نیلامۍ ته وړاندې شول.

د تیر ۵ پړوا شپږیزه کرکټ غوره لیګ سیالۍ د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو په ګډون په کابل کې پیل شوې، چې د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې د بند امیر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : راتلونکې,اماراتو, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 278 تاريخ : سه شنبه 30 آبان 1396 ساعت: 19:42