د ۲،۴ میلیارده افغانیو په ارزښت لس قراردادونه منظور شول

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٦): ملي تدارکاتو کمېسیون د سړک، لوژستیکي او تجهیزاتي موادو په ګډون  د ۲،۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړي دي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د سړک جوړولو، لوژستیکي موادو او بېلابېلو تجهیزاتو په ګډون  د ۲،۴ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۰ نوو پروژو د قرارداد د ورکړې غوښتنه تايید شوه چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:

·       د کندهار سپین بولدک د سړک د لومړۍ برخې جوړولو قرارداد ورکړه.

·       له زرغون ښار څخه د پکتیکا ولایت وازې خوا پورې د سړک د اول لاټ د دویمې برخې جوړولو قرارداد ورکړه.

·       د کابل ښاروالۍ د اړتیا وړ پنځه قلمه ساختماني موادو د تهیې او تدارک قرارداد ورکړه؛

·       د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ له نواباد څخه تر سنګر سرای پورې د سړک د لومړۍ او دویمې برخې جوړولو قرارداد ورکړه.

·       د کندهار برېښنا ریاست لپاره د جنراتورونو د اړتیا وړ ۶۸ قلمه پرزه جاتود قرارداد ورکړه؛

·       د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ لپاره د ۸۶ قلمه برقي تجهيزاتو د تدارک قرارداد ورکړه.

·       د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د قطعاتو او جزوتامونو د ۷ قلمه لوژستیکي عینیاتو د قرارداد ورکړه.

·       د ملي دفاع وزارت د مرکزي او ساحوي قول اردوګانو د جزوتامونو د درې قلمه مفروشاتي اجناسو د قرارداد ورکړه؛

·       د ملي دفاع وزارت د مرکزي او ساحوي جزوتامونو د اړتیا وړ کرېډیټ کارتونو الکترونیکي انتقال د قرارداد ورکړه؛

·       د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۱ سېلاب او ۲۰۷ ظفر قول اردوګانو د قطعاتو او خاص مرکزي جزوتامونو د ۴۳ قلمه مفروشاتي موادو قرارداد ورکړه.

 

سرچينه زياتوي، د یادو پروژو د قرارداد د ورکړې پر تايید سربېره  د سروبي د لته بند سړک د جوړولو، د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د جمال اغه بولغین او پته دره د سړک جوړولو، د سمنګان ولایت د ایبک ښار د سړکونو د جوړولو د پروژو تعدیل او د بیې له لوړېدو پرته د شپږو میاشتو لپاره د قیصار- لامان حلقوي سړک د مشورتي او مراقبتي پروژې د مودې تمدید او د عامه ساتنې معینیت او امنیتي تصدۍ د اعاشوي موادو قرارداد هم تصویب شو.

ملي تدارکاتو کمېسیون د غونډې په اجنډا کې شاملې ځینې پروژې او وړاندیزونه د هېواد د تدارکاتو د نافذه  طرزالعمل او د قانون د حکمونو د لارښوونې په اساس د معیارونو د نه بشپړولو له امله تائید نه کړل او د معیارونو د بشپړولو  او ملاحظاتو د رفع کولو په موخه بېرته ور وګرځول.

همداراز د ملي تدارکاتو کمېسیون رئیس او غړو د ملي پروژو په موثر تطبیق کې د خلکو او ټولنیزو سازمانونو پر څارونکي رول ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون پر ريیس او غړو سربېره د ولسي جرګې د مالي او بوديجې کمېسیون په ګډون ملي او بین المللي څارونکو، د ملي شورا د ملي اقتصاد کمېسیون، له اداري فساد سره د مبارزي پارلماني کاکس، سیګار،  د غوڅ ملاتړ سیستیکا، له فساد سره د مبارزې شبکې او د افغانستان د څار بنسټ څارونکو هم حضور درلود.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : میلیارده,افغانیو,قراردادونه, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 294 تاريخ : سه شنبه 30 آبان 1396 ساعت: 19:42