کرکټ بورډ: شهزاد محمدي د کرکټ نړیوالې شورا اصول مات کړي دي

ساخت وبلاگ

846

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي رییس شفیق الله ستانکزی وايي، د افغان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې پیلونکي بریدګر لوبغاړی شهزاد محمدي، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د نامعلوم بندیز سره مخ دی؛ د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شورا اصولو څخه یې سر غړونه کړې ده.

اجرایوي رییس په خپل وروستي مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي دي، د ملي لوبډلې دې لوبغاړي په کرکټ کې د منع شویو درملو څخه استفاده کړې، چې د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو له مخې جرم ګڼل کیږي.

شفیق ستانکزی وايي، شهزاد محمدي په دې کار د کرکټ نړیوالې شورا اصول مات کړي، خو دغه ممنوع درمل یې په قصدي ډول نه دي کارولي او د هغه وړاندې کړي شواهدو څخه معلومیږي، چې د نوموړي سزا به هم ډېره نه وي او کېدای شي د۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام غواروي پړاو سیالیو کې، چې په راتلونکې مارچ میاشت کې ترسره کیږي؛ ګډون وکړي، خو دا هم لا تر اوسه پورې تایید شوې نه ده.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیلونکی لوبغاړی شهزاد محمدي د روان کال په لمړیو میاشتو کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د منع شویو درملو په تور د کورني او نړیوال کرکټ څخه منع شو، چې د بندیز موده یې نږدې ۸ میاشتو ته رسیږي، خو لا هم د نوموړي په حق کې د معلومې مودې سزا پریکړه نه ده شوې.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نړیوالې, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 248 تاريخ : دوشنبه 29 آبان 1396 ساعت: 18:48