افغان لوبډلې پاکستان ته په ماتې ورکولو د اسیا جام اتلولي خپله کړه

ساخت وبلاگ

د ۲۰۱۷ م کال د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسیايي جام په سیالیو کې افغان لوبډلې د لمړي ځل لپاره د اتلولۍ جام خپل کړ.

د مالیزیا هېواد په کوربه توب د څلورم پړاو ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا جام دا سیالۍ، چې د هندوستان، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش، نیپال، مالیزیا، متحده عربي امارات او د افغانستان لوبډلو په لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، پکې افغان لوبډلې په د سریلنکا پرته خپلو ټولو سیالانو ته په تاریخي ماتو ورکولو سره د دغه قهرمانۍ لقب په خپل نوم ثبت کړ.

 

په دې جام کې لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې وې، چې په لمړي کروپ کې هندوستان، بنګله دیش، مالیزیا، نیپال او په دویم ګروپ کې افغانستان، پاکستان، سریلنکا او د متحده عربي امارتو لوبډلې شاملې وې.

د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ اسیايي جام په دې سیالیو کې افغانستان نیپال او پاکستان بنګله دیش ته په ماتې ورکولو پای لوبې ته ورسیدې، چې پکې افغان لوبډلې په ریکارډ ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام خپل کړ.

په سیالۍ کې افغان لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو د اکرام علي خیل د ۱۰۷ ناسوځیدولو منډو جوړولو سره د ۲۴۹ منډو هدف پاکستانۍ لوبډلې ته وټاکلو، چې پاکستانۍ لوبډله یو ځل بیا د افغان لوبډلې د توپ اچونې ښکار شوه.

پاکستانۍ لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو سوځیدو یوازې ۶۳ منډې جوړې کړې او د ۱۸۶ منډو په توپیر یې ستره ماتې افغان لوبډلې ته ومنله.

له دې وړاندې هم د دغه ټورنمټ سیالیو پیل کې افغان لوبډله د پاکستان همدې ۱۹ کلنې لوبډلې سره په لمړۍ سیالۍ کې مخ شوې وه، چې پکې یې په ۵۷ منډو سوځولې وه.

د پاکستان خلاف په دواړو سیالیو کې د افغان لوبډلې لوبغاړي مجیب ځدران شپږ شپږ ویکټې ترلاسه کړې.

د اسیا جام په دې سیالیو کې اکرام علي خیل د سلیزې په جوړولو د پای لوبې، خو مجیب ځدران د ۲۰ ویکټو په اخیستلو د ټورنمنټ غوره لوبغاړی و ټاکل شو، چې دواړه په نغدي جایزو هم وستایل شول.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : پاکستان, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 212 تاريخ : دوشنبه 29 آبان 1396 ساعت: 18:48