د فوټبال ملي لوبډله د اسیايي جام څخه پاتې شوه

ساخت وبلاگ

111

د ۲۰۱۹ م کال د فوټبال اسیایي ملتونو جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه د افغانستان فوټبال ملي لوبډله تیر ماښام د ویتنام فوټبال ملي لوبډلې سره په سیالۍ کې مخ شوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د هېواد فوټبال ملي لوبډله د ویتنام فوټبال ملي لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته وتلې وه، چې د داوړو لوبډلو ترمنځ سیالي بې د کوم ګول وهلو پای ته ورسیده.

په دغه سیالۍ کې افغان لوبډلې ته ګټل ځکه اړین و، چې د ۲۰۱۹ م کال د فوټبال اسیايي ملتونو جام سیالیو ته یې د ورتګ چانس ډیریدو، خو سیالي په مساوي توګه پای ته ورسیده.

د فوټبال اسیایي جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه په غواراوي پړاو کې ۲۴ لوبډلې په ۶ ګروپونو ویشل شوې وې، چې پکې افغانستان په C ګروپ کې له ویتنام، کمبودیا او اردون سره یو ځای و.

افغان فوټبال ملي لوبډلې په دغه پړاو کې ۵ لوبې ترسره کړې، چې په دوه سیالیو کې یې له ویتنام او کمبودیا څخه ماتې او خپلې درې لوبې یې د اردون، ویتنام سره مساوي پای ته ورسولې.

په دې سره افغان لوبډله په خپل ګروپ کې د ۵ امتیازونو په درلودلو سره په وروستۍ کرښه کې پاتې شوه او د ۲۰۱۹ م کال د فوټبال اسیايي جام ته د ورتګ څخه پاتې شوه.

د یادونې وړ ده، چې د لار موندنې په دغه پړاو کې به افغان لوبډله خپله وروستۍ لوبه د کمبودیا پر وړاندې د ۲۰۱۸ م کال د مارچ میاشتې په ۲۷ مه نېټه د تاجکستان پلازمینې دوشنبې کې ترسره کړي، چې پکې افغانستان یوازې د ګټلو کوښښ کوي، تر څو د فوټبال په درجه بندۍ کې مخکې والی ومومي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 243 تاريخ : جمعه 26 آبان 1396 ساعت: 11:10