افغان فوټبال لوبډله د ویتنام پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي

ساخت وبلاگ

ددې لوبه کوربه توب ویتنام کوي

173

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۱۹ م کال د اسیايي جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه د ویتنام پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د هېواد فوټبال ملي لوبډله به د سې شنبې په ورځ د راتګ پړاو په سیالۍ کې له ویتنام سره د لوبې ډګر کې مخامخ شي.

د معلوماتو له مخې، د دواړو لوبډلو ترمنځ به سیالي د کابل پر وخت د مازدیګر په ۴ بجې د ویتنام په کوربه توب سره پېل شي.

له دې وړاندې هم د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه سیالي ترسره شوې، چې ۱ د ۱ پایلې سره مساوي پای ته رسیدلې وه.

د فوټبال فدراسیون فني مرستیال یوسف کارګر وايي، که چېرې د فوټبال ملي لوبډله په دغه لوبه کې بریا خپله کړي، نو د ۲۰۱۹ میلادي کال د اسیا د ملتونو جام ته به لار پیدا کړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 196 تاريخ : چهارشنبه 24 آبان 1396 ساعت: 18:55