د ځاځي میدان خلکو قربانیو ته حکومت هېڅ پاملرنه نه ده کړې

ساخت وبلاگ

خوست ښار (پژواک، ٢٩ کب ٩٤): د ځاځي ميدان ولسوالۍ خلک پر دولت نيوکې لري چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د ملي پيوستون له پروګرام پرته د دوی د غوښتنو پر بنسټ بل هېڅ ډول پرمختيايي کار نه دی ورته کړی.

قومي مشران وايي چې په ولايت او مرکز کابل کې يې د هرې ادارې دروازې ټکولې دي خو په ځواب کې تش پر ژمنو غولول شوي او هېڅ عمل نه دی پرې شوی.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په اوسني دولت او دغه راز د حامد کرزي په ۱۳ کلنه واکمنۍ کې يې زرګونه ځوانان د جنګ قرباني شوي، خو په بدل کې يواځې مننه هم نه ده ترې شوې.

د ځاځي میدان د ځاني تلفاتو کچه

ځاځي ميدان د خوست شمال ختيځ ته په ۵۰ کيلومترۍ کې پرته نسبي غرنۍ ولسوالي ده، د امنيت له پلوه د افغانستان په کچه باامنه سيمه يادېږي، خلک يې ارام ژوند لري، خو د ډېری اوسېدونکو اقتصاد يې کمزوری بلل کېږي.

په تېرو ۱۴ کلونو کې دغه ولسوالي د ګوتو په شمېر د ناامنيو د ځینو پېښو شاهده پاتې شوې ده. عمده لامل يې دا بلل کېږي چې نږدې د هرې کورنۍ يو، دوه يا درې کسان په افغان دولت کې دندې لري.

له دې کبله چې د دې ولسوالۍ زياتره ځوانان په امنيتي ځواکونو کې دندې ترسره کوي، د فيصدۍ له مخې د افغانستان د نورو ولسواليو په پرتله يې ځوانانو په تېره ۱۴ کلنه جګړه کې تر ټولو ډېره قرباني ورکړې ده.

د ځاځي ميدان ولسوال ميرويس زماني پژواک اژانس ته وويل چې د شمېرو له مخې څه باندې ۱۶ سوه ځوانانو د دولت له وسله والو مخالفينو سره په جنګ جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

زماني زياته کړه: ((هغه کورنۍ چې غړي يې په عسکرۍ کې نشته، هغه معلم دی يا ملا دی. بله هېڅ يوه کورنۍ هم له غم څخه نه ده پاتې. د چا يو، د چا دوه او د چا درې مړه او يا ټپيان شوي دي.))

همدارنګه ځينې نورې شمېرې ښيي چې د يادې ولسوالۍ تر ۲۲۰۰ ډېر کسان ټپيان شوي هم دي چې زياترو هغوی يې لاس، پښې او يا د بدن ځيني نور غړي له لاسه ورکړي دي.

د خوست د ولايتي شورا غړي جانمير ځاځي پژواک اژانس ته وويل، هېڅ داسې اوونۍ نه ده تېره شوې چې له يوه څخه نيولې بيا تر اوو او اتو پورې د وژل شوو ځوانانو مړي يادې ولسوالۍ ته نه راوړل کېږي.

له امنيتي ځواکونو سره د ځوانانو لېوالتیا

پر يادو ځاني تلفاتو سربېره بيا همدې ولسوالۍ د کومې کورنۍ ځوان چې د کار جوګه ګرځي، لومړنۍ هڅه يې دا وي چې د افغان حکومت په نظامي قطعاتو کې دنده ترسره کړي.

د ولايتي شورا غړی جانمير ځاځی وايي چې د ولسوالۍ د خلکو خپلمنځي تړون او قبيلوي جوړښت د هېواد په ساتنه او د دولت په امنيتي ځواکونو کې د دوی د ځوانانو د زياتې برخې اخيستنې عمده دلايل بلل کېږي.

هغه زياته کړه: ((د مشرانو لارښوونه او نصيحت دی چې د وطن او خاورې ساتنه وکړو. موږ وايو چې په دې خاوره کې پيدا شوي يو، دې کې مو خاپوړې کړې او دې کې لوی شوي يو. نو ساتنه يې پر موږ فرض ده.))

د معلوماتو له مخې اوسمهال هم د يادې ولسوالۍ شاوخوا ۳ زره ځوانان په افغان دولت کې دندې ترسره کوي چې زياتره هغه يې په بېلابېلو امنيتي ځواکونو کې له وسله والو پر جګړه بوخت دي.

د خوست د پوليسو يو سرتېری احمدالله غروال چې د ځاځي ميدان اوسېدونکی دی، شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې يې په خوست ښار کې د يوې بمي چاودنې په پايله کې خپل پوليس ورور له لاسه ورکړ.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، ده او د ده د ورور ارمان دا و چې له خپل هېواد څخه ساتنه وکړي؛ ځکه د ده په وينا دا کار يې پر ځان فرض ګڼلی.

هغه زياته کړه: ((ما په بهر کې ډېره مزدوري کړې ده، خو ارمان مې دا و، چې د خپل وطن خدمت او ساتنه وکړم. په هر چا د خپلې خاورې ساتنه فرض ده. اته کاله کېږي، چې زه د خوست په امنيه قوماندانۍ کې دنده لرم.))

د کارپوهانو په وينا، د ځاځي ميدان ولسوالۍ د خلکو ياده شوې قرباني افغانانو ته د خپلو سيمو او يا په ټوليز ډول د هېواد د امنيت په تامين کې له مسووليت او مکلفيت څخه ډک پيغام ورکوي.

ژورنالېست او ليکوال الياس وحدت پژواک ته وويل چې که څوک له خپل ځان، ناموس او مال څخه د سر په بيه ساتنه وکړي، نو بيا کولای شي چې د ځان لپاره د امن چاپېريال برابر کړي.

نوموړي په دې اړه زياته کړه: ((د ځاځي ميدان ولسوالۍ خلکو چې قرباني ورکړه، په خپله سيمه کې يې د ځان لپاره داسې امنيت برابر کړی چې د هېواد په کچه يې ساری نه لېدل کېږي.))

د قرباني شوو عسکرو د کورنيو د ښځينه غړو حالت

د ځاځي ميدان ولسوالۍ د الګاډې سيمې يوې اوسېدونکې مور د نوم نه خپرېدو په شرط وويل چې څه موده مخکې يې خپل ۲۲ کلن زوی او يو لېور په امنيتي ځواکونو کې د دندو پر مهال په جګړو کې له لاسه ورکړي دي.

دغه بوره مور په لرې پرتې غرنۍ سيمه کې په يوه پخواني جوړ شوي کور کې له خاوند، څلورو ماشومانو، له کونډې يور او د هغې له بچيانو سره يو ځای ژوند کوي.

هغې له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال څو ځلې په ژړا شوه او دا خبره يې ډېره کوله چې د زوی او لېوره تر مړينې وروسته يې ژوند تريخ شوی او ځمکه ورته سور اور ګرځېدلې ده.

دې زياته کړه: ((له خدايه ج ډېر راضي يو چې د خپل وطن خدمت کوو او دفاع ترې کوو. نور ځوانان به هم پرې ورکوو. خو له موږ سره هيڅ ډول مرسته نده شوې. همدغه مو د ګټې وټې سړي وو.))

دې وويل چې د دې په ګډون د يادې ولسوالۍ زياتره هغه مېرمنې چې زوی، خاوند او يا يې ورور له لاسه ورکړي، له ډېرو سختو رواني تکليفونو کړېږي او تر اوسه يې کومه موثره درملنه نه ده شوې.

هغې زياته کړه: ((زوی مې هر وخت زړه کې وي، کله یې له غمه ولوېږم او پرېوځم. پيسې راته قرض کړي، ډاکتر ته مې بوځي، يوه ورځ ښه وم او دوې ورځې بيا ناروغه وم. دماغي تکليف مې دی، زړه مې درزېږي او ټکان کوي.))

دغه راز يادې کړېدلې بورې مور وويل چې په لومړيو کې د دولت مرستو ته سترګې په لار وو، خو اوس يې له خدای پرته له بل هر چا تمه پرې شوې ده.

هغې زياته کړه: ((د ګټې وټې سړی مو نشته، له مشکلاتو سره مخ يو او ژوند مو په خطر کې دی، دوی هغسې ولاړل او موږ دلته لکه په ولاړې ولاړ يو.))

دې بورې مور له دولته د مرستې تر څنګ پر خپلو کړاوونو سربېره بيا هم له خلکو وغوښتل چې که سل ځلې پرې خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو له خپلې خاورې څخه دې په کلکه ساتنه او خدمت وکړي.

پرمختيايي پروژې او اړتياوې

که څه هم په دې ولسوالۍ کې د نورو سيمو په څېر ځينې پرمختيايي پروژې پلې شوې، خو اوسېدونکي يې وايي، دا له هغو قربانيو سره نه شي پرتله کېدای چې په تېرو ۱۴ کلونو کې يې د دولت په پلوۍ ورکړې.

د دې ولسوالۍ يو قومي مشر معراج ګل وايي چې د ژوندانه د دوامداره اسانتياوو لپاره اوږدمهاله پرمختيايي پروژو ته ډېره اړتيا لري.

هغه له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې خپلې ستونزې او غوښتنې يې پخواني ولسمشر او برحاله جمهور رييس دواړو ته څو ځلې رسولې، خو کومه مثبته پايله يې په لاس نه ده راوړې.

هغه وويل: ((څومره قرباني چې موږ د دولت لپاره ورکړه، په مقابل کې يې موږ ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې. ستونزې په خپل ځای پاتې دي، غږ مو څوک نه اوري.))

نوموړي وويل چې د پوهنې، روغتيا، کرنې او مالدارۍ، ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمينې برابرولو، د اړتيا وړ بيارغونې او دې ته ورته نورو برخو کې پرمختيايي پروژو ته جدي اړتيا لري.

د دې ولسوالۍ زياتره اوسېدونکي له دوو سرچينو عايد لري چې يو يې له مزري څخه د جوړ شوي کټ باڼ خرڅول او بل هغه يې د دولتي دندو ترسره کولو په بدل کې مياشتنی معاش دی.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي حيدرجان وويل: ((له موږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې، اوس هم نه يو راضي، بيا هم وايو چې نه يو راضي، موږ به هلته راضي شو چې خلک مو له بې وزلۍ وژغورل شي.))

په عين وخت کې د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزی وايي چې د يادې ولسوالۍ د حق غوښتنې په برخه کې يې د شورا د نورو غړو په ملتيا مبارزه پيل کړې ده.

هغه وويل: ((بې له شکه دوی د نظام د ساتلو لپاره ډېره قرباني ورکړې او هره ورځ قرباني ورکوي، د دوی دا قربانۍ د هېرېدو نه دي، هيله من يو چې سږ کال به دوی ته لاسته راوړنې ولرو.))

د خوست والي حکم خان حبيبي هم مني چې د ځاځي ميدان ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته رسېده ګي نه ده شوې او غوښتنو ته يې مثبت ځواب نه دی ويل شوی.

خو نوموړي له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې د ولسوالۍ د خلکو اړتياوې يې تشخيص کړې او ټينګار يې وکړ چې ډېر ژر به تر يوه بريده دې ولسوالۍ ته خپل حق ورسوي.

هغه زياته کړه: ((په اقتصادي او پرمختيايي برخو کې د بيارغونې يوه بسته چې ګڼې پروژې لري د دوی لپاره ځانګړې شوې، په دې کې ځينې پروژې بشپړې او ځينې نورې تر کار لاندې دي.))

نوموړي همدارنګه وويل، په داسې يوه ولسوالي کې چې ډاډمن امنيت لري، د ټولنې د ښه ژوند لپاره د اسانتياوو په رامنځته کولو کې به خپلې پوره هلې ځلې وکړي.

ځاځي ميدان شاوخوا لس فيصده ځمکه د خړوبولو اوبه لري او پاتې نوره ټوله للمي او يا غرونه دي. خوړونه يې پريمانه اوبه لري، خو د سربندونو د نشتوالي له امله له للمي ځمکې ګټه نه شي اخيستلی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 300 تاريخ : شنبه 29 اسفند 1394 ساعت: 13:41