کمیلا ویکټورینز د نبي عیسی خیل په کپټانۍ کې دویمه بریا خپله کړه

ساخت وبلاگ

301

د بنګله دیش د کورني کرکټ ۵ پړاو غوره لیګ «بي پي ایل» سیالیو کې لوبیدونکې کمیلا ویکټورینز لوبډلې د افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل په کپتانۍ او ځوان راشد خان په شتون کې دویمه بریا ترلاسه کړه.

محمد نبي عیسی خیل د تمریناتو پر مهال د ټپي شوي بنګله دیشي تمیم اقبال په نشتون کې د دغه لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی، چې په لمړۍ سیالۍ کې یې ماتې، خو له هغې را وروسته یې په دوه مسلسل لوبو کې بریاوې خپلې کړې.

کمیلا لوبډلې په خپلې دویمې سیالۍ کې د چیټاګانګ ویکنګز لوبډلې پر وړاندې لمړۍ او په دریمې سیالۍ کې د راج شاهي کینګز پر وړاندې دویمه بریا خپله کړه.

د بیګا شپې په سیالۍ کې راج شاهي کینګز لوبډلې د دواړو افغان بالرانو د ښې توپ اچوونې له کبله یوازې ۱۱۵ منډې جوړې کړی شوی ، چې په ځواب کې یې کمیلا ویکټورینز لوبډلې دغه هدف د یو لوبغاړي په سوځیدو سره پوره کړ.

که څه هم په توپ وهنه کې انګلینډي جوز بټلر نیمه سلیزه جوړه کړه، خو په توپ اچونه کې د کمیلا ویکټورینز لوبډلې په ګټه لوبډلمشر محمد نبي عیسی خیل د ۴ اورونو په ترسره کولو د ۱۵ منډو په ورکړې سره ۳ لوبغاړي، خو راشد خان په ۴ اورونو کې د ۷ منډو په ورکړې سره ۲ لوبغاړي وسوځول او د دغه لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دا د بي پي ایل یا بنګله دیش کرکټ غوره لیګ سیالیو ۱۲ مه لوبه وه او له دې وړاندې په ۱۱ مه سیالۍ کې یې چیټاګانګ ویکنګز لوبډلې ته د ۱۸ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.

د بي پي ایل په نامه دا غوره لیګ سیالۍ، چې د نوامبر میاشتې په ۴ مه نیټه په بنګله دیش کې پیل شوې، د ډیسمبر میاشتې تر ۱۲ م نیټې به دوام وکړي او ټولې ۴۶ لوبې به پکې ترسره شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : ویکټورینز, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 194 تاريخ : چهارشنبه 24 آبان 1396 ساعت: 18:55