د شخصي پرمختګ لپاره لنډ پلان

ساخت وبلاگ

لیکنه: براین ټراسي
ژباړه: غازي عابد

هر څوک خپل مالي، روغتیايي او د ژوند د بیلابیلو رنګونو خپلولو اهداف لري، خو دا اهداف هسې نه ترلاسه کیږي، بلکې زیار و کوښښ غواړي. تر ټولو لومړی مطالعه یا لوستنه ده او همداراز کار…

نور څو ټکي:

۱- ارزښتونه مو وپيژنئ.

مخکې له دې چې ته یو کار پيل کړې، تر ټولو لومړی باید په دې پوه شي چې ستا لپاره مهم یا ارزښتونه څه شي دي. کوم شیانو ته ارزښت ورکوې او ددې ازښتونو د ساتلو او لاسته راوړلو لپاره څومره رښتینی اهمیت ورکوې. کیدای دا ارزښتونه د ټولنې وي، چې باید پام کې یې ونیسې او پښه ترې وانه ړوې.

۲- د څرنګه شخص کیدو تصور لرې.

له ځانه سره په واضح او لنډ ډول دا ولیکه او یاد لره چې راتلونکې کې غواړې کوم ډول شخص درځینې جوړ شي. مثلاً که ته غواړې یو تکړه لیکوال شې، باید ته څه وکړې. یا غواړې ډاکټر یا بل بل شخص شې باید خپل فیلډ څه ډول او څومره کار وکړې. یا مثلاً غواړې زه باید داسې شخص اوسم چې دومره معاش واخلم، بیا نو اړینه ده چې دې هدف ته د رسیدو لپاره خپل وخت او انرژي منظمه کړې، څو ور ورسې.

۳- د وړتیا ساحه مو وپيژنئ.

وروستی ګام دا دی چې باید د خپل مهارت، غوره والي او وړتیا په اړه پوه اوسئ، چې په کومه برخه کې ډیر قابلیت، د تمرکز وړتیا او انرژي لرئ. که له همدې مهارته کار واخلو، نو خپلو خیالاتو ته رسیدلی شو. که موږ خپله یو کار کوو او وړتیا یې نه لرو، کیدای شي له ناکامیدو سره سخت ناهیلي شو، ځکه نو د خپلې وړتیا مطابق مسلک انتخاب کړو او که داسې نه کوو نو د نورو برخو لپاره خپله وړتیا لوړه کړو.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 228 تاريخ : چهارشنبه 24 آبان 1396 ساعت: 18:55