بنګله دیشۍ لوبډلې د افغان لوبغاړي په مشرۍ دریمه بریا خپله کړه

ساخت وبلاگ

77

د بنګله دیش د کورني کرکټ ۵ پړاو غوره لیګ «بي پي ایل» سیالیو کې لوبیدونکې کمیلا ویکټورینز لوبډلې د افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل په او ځوان راشد خان په شتون کې دریمه بریا ترلاسه کړه.
محمد نبي عیسی خیل د تمریناتو پر مهال د ټپي شوي بنګله دیشي تمیم اقبال په نشتون کې د دغه لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی و، خو د دغه لوبغاړي لوبډلې ته په راتګ سره بیا هم د لوبډلمشرۍ دنده ترسره کوي.
د محمد نبي عیسی خیل په لوبډلمشرۍ کې د کمیلا ویکټورینز لوبډلې په لمړۍ سیالۍ کې سلیهیټ سیکسرز لوبډلې ته ماتې، خو له هغې را وروسته یې په درې لوبو کې پرلپسې بریاوې خپلې کړې.

د کمیلا ویکټورینز لوبډلې په خپلو ترسره کړیو سیالیو کې دوه ځلې د پخواني پاکستاني لوبډلمشر مصباح الحق په مشرۍ کې د چیټاګانګ ویکنګز او یوې سیالۍ کې د راج شاهي کینګز پر وړاندې بریاوې خپلې کړې.
په دغه درې ګټل شویو سیالیو کې یو ځل افغان لوبغاړی راشد خان د راج شاهي کینګز لوبډلې پر وړاندې په سیالۍ کې د ۴ اورونو په ترسره کولو د ۷ منډو په ورکړې او ۲ لوبغاړو په سوځیدو سره د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی دی.

د بي پي ایل په نامه دا غوره لیګ سیالۍ، چې د نوامبر میاشتې په ۴ مه نیټه په بنګله دیش کې پیل شوې، د ډیسمبر میاشتې تر ۱۲ م نیټې به دوام وکړي او ټولې ۴۶ لوبې پکې ترسره شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : لوبغاړي, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 225 تاريخ : چهارشنبه 24 آبان 1396 ساعت: 18:55