د فعالو او مبتکرو خلکو 10 ورځني عادتونه

ساخت وبلاگ

لیکنه: میډو مهروس

ژباړه: غازي عابد

 

هغه خلک چې فعاله او کارنده وي، تر ډیره ځیني هغه کړنې کوي چې فعاله یې ساتلی شي. دلته هم هغه څو ځانګړنې چې که ترسره یې کړئ، ممکن فعاله اوسئ او ابتکار مو په برخه شي.

۱- سپورت کوي. هغه خلک چې موږ یې فعاله بولو، هغوی ورزش کوي او په همدې سره د لا نور ابتکار او فعاله اوسیدو لپاره ځان چمتو کوي.

۲- هغوی هغه څه خوري چې صحت ته یې ګټه رسوي. له بې ځایه او له حده ډیر خوراکه ځان ساتي.

۳- هغوی بشپړ خوب کوي. په داسې ځای کې هره شپه ۶ یا ۹ ساعته خوب کوي؛ چې یخ او خاموش وي. بې ځایه بې خوبي نه کوي.

۴- هغوی له انټرنیټ نه بده استفاده نه کوي. ټولنیزې رسنۍ په ډیر فکر او تدبیر سره کاروي. هسې خپل وخت په بې ځایه بحثونو او ویډیوګانو نه تیروي، بلکې په ډیر منظم ‌ډول سره ترې استفاده کوي.

۵- لوستل کوي. ډیر وخت په لوستلو تیروي، نه په کاش او ویش. له هرې لوستنې نوې زده کړه کوي او عملي کوي یې.

۶- منظم ټیم جوړول. بریالي خلک داسې یو کاري ټیم جوړوي چې کارونه شریک ترسره کړي او وکولی شي هر کار وکړي. ځکه د ښه کاري ټیم په وسیله ممکنه ده چې ډیر مثبت او په سمه لار مخته لاړ شې.

۷- هغوی هر څه ځانته تصور کوي او داسې تصور چې زړه کې وايي ممکنه ده دا کار وکړم، یعنې د کامیابۍ خیال و تصور لري.

۸- بریالي خلک رښتیني او خوشبین وي، هغوی له بدبینۍ ځان ساتي، هیڅکله بې ځایه منفي فکر نه کوي.

۹- بریالي خلک ډیر خو مناسب کار کوي. هغوی نه ستړي کیږي، د اهدافو لپاره ستړیا ته نه ګوري، کار کوي، خو ځانته هم پام کوي.

۱۰- هغه خلک چې بریالي دي، هغوی له خپل کار او مسلک سره مینه لري او کارونه په ډیره مینه پر مخ وړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : عادتونه, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 164 تاريخ : چهارشنبه 24 آبان 1396 ساعت: 18:55