هلمند کې اووه سوه کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي

ساخت وبلاگ

By

On

Nov 15, 2017 - 16:04

لښکرګاه (پژواک، ٢٤ لړم ٩٦): په هلمند کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو پنځه قاچاقبران له څه باندې اووه سوه کيلوګرامه نشه يي توکو سره يو ځاى نيولي دي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نشه يي توکي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبازرې پوليسو د ګرمسېر ولسوالۍ په ريګجبار دښته کې نيولي دي.

قوماندان وايي چې په دغو نشه يي توکو کې ٦٩٠ کيلوګرامه ترياک او نږدې شل کيلوګرامه هيرويين شامل دي.

ده وويل چې د دغو نشه يي توکو په تور پنځه تنه هم نيول شوي دي.

د قوماندان د معلوماتو له مخې، له يادو کسانو څخه دوه ميله وسلې او دوه موټر هم ترلاسه شوي چې موټر يې په سيمه کې سوځول شوي دي.

ساپي وايي چې په دې وروستيو کې يې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړې ده.

بل لور ته د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست يوه مسوول د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې د يادو نشه يي توکو د نيولو پر مهال په سيمه کې د قاچاقبرو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته هم شوې ده.

هغه وايي چې يواځې پنځه تنه او دوه موټر يې نيول شوي او نور له سيمې  تښتېدلي دي.

ده وويل چې د نښتې پر مهال دوه پوليس هم برسېرن ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، څو ورځې وړاندې په هلمند کې ١٦زره کيلوګرامه نشه يي توکي چې د څلورو کلونو په موده کې نيول شوي وو، وسوځول شول.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : کیلوګرامه, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 174 تاريخ : چهارشنبه 24 آبان 1396 ساعت: 18:55