زابل کې لاريون کوونکو د پنځو ساعتونو لپاره لويه لار تړلې وه

ساخت وبلاگ

کلات(پژواک، ٢٨ کب ٩٤): زابل کې سلګونو تنو د پنځو ساعتونو لپاره لويه لاره وتړله او ويل يې دا کار يې ځکه کړى چې پوليسو هلته يو ملکي وګړى وژلى دى.

لاريون کوونکو چې شمېر يې شاوخوا ٥٠٠ تنو ته رسېده، د زابل د مرکز ختیځ لور ته د "سپيني غبرګې" په سیمه کې د کابل- کندهار لويه لاره د ټرافيکو پر مخ تړلې وه.

يو تن لاريون کوونکي انارګل پژواک خبري اژانس ته وویل، دوى دغه لاره ځکه تړلې وه چې تېره ورځ د زابل پوليسو په ياده سيمه کې يو ملکي وګړى وواژه. 

هغه وايي، دوى به تر هغه لاريونونو ته دوام ورکړي چې د دغه ملکي کس وژونکي محاکمه شي.

انارګل وايي:"پولیس باید د عامو خلکو ژوند ته پام وکړي او بېګناه خلک ونه وژني."

د وژل شوی کس ورور، نعمت الله وایي، چې  تیر مازیګر یو تن وسله وال په سپينه غبرګه سيمه کې د پولیسو پر پوسته ډزې وکړي، خو وروسته امنیتی کسان په همدې سيمه کې د دوى کلي ته ورغلل، د ده ورور يې له کوره وويست او د سړک پر سر یې په ډزو وواژه.

هغه وايي، ورور یې د دولت له وسله والو مخالفینو سره هیڅ ډول تړاو نه درلود او حکومت باید د هغه قاتلانو ته سزا ورکړي.

د زابل د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر ډګروال غلام جیلاني فراهي، د پېښې په سیمه کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې هلته یو تن تېره ورځ په مخامخ جګړه کې وژل شوی، خو د سیمي اوسیدونکي ادعا کوي چې وژل شوى تن ملکي وګړی دی.

فراهي وویل، چې د خلکو له غوښتنې سره سم یې د دوو پوستو پولیس بدل کړي او د موضوع په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

هغه وايي چې د لاريون کوونکو  له خوا تړل شوې د کابل- کندهار لويه لاره د چارواکيو او سيمې د مشرانو په هڅو غرمه مهال پرانستل شوه.

 

 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 274 تاريخ : جمعه 28 اسفند 1394 ساعت: 18:23