جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۶): د ملي امنيت ادارې د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د وسلو يو ډيپو کشف او ترلاسه کړی دی.
يادې وسلې او مهمات د لړم په ۲۲مه د ننګرهار رسنيو دفتر په انګړ کې خبريالانو ته وښودل شول.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل چې د ملي امنيت موظفينو د مخکنيو اطلاعاتو پر بنسټ د مومنددرې ولسوالۍ اړوند په غورګۍ سيمه کې د داعش وسله والو د وسلو يو ډيپو کشف او ترلاسه کړی دی.
دی وايي، په ياد ډيپو کې ۲۷ کلاشينکوفونه، ۴۱ تومانچې او دغه راز ۳۵۰۰ فيره د تومانچې مرمۍ د ملي امنيت ادارې لاسته ورغلي دي.
نوموړي زياته کړه چې دغه وسلې داعش ډلې ته د ورانکارو فعاليتونو په موخه راوړل شوې او په ننګرهار کې يې د ډېرو لويو پېښو د رامنځته کېدو په پلان کې شاملې وې.
د والي د معلوماتو له مخې، يادې وسلې له پولې ها خوا را انتقال شوې او دلته يې داعش ته د انتقالېدو پلان جوړ شوی و.
دی وايي چې د پېښې عاملين نيول شوي نه، بلکې په ګوته شوي او د ملي امنيت منسوبينو تر تعقيب لاندې دي.
هغه خوښي څرګنده کړه چې د ملي امنيت موظفينو د دغه ډيپو له کشف سره په ننګرهار کې د سترو تروريستي پېښو مخنيوی کړی او هم يې داعش ډلې ته د وسلو په برخه کې غټه ضربه رسولې ده.
دا په تېره لنډه موده کې دويم ځل دی چې د ملي امنيت اداره په ننګرهار کې د داعش ډلې وسلې او مهمات نيسي.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې دغې ادارې د داعش ډلې درې ځانمرګي او يو موټربم نيولي وو.
خو داعش ډلې تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : ننګرهار, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 149 تاريخ : دوشنبه 22 آبان 1396 ساعت: 17:42