غزني او کاپیسا کې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي

ساخت وبلاگ

By

On

Nov 11, 2017 - 12:03

غزني- محمودراقي (پژواک، ٢٠ لړم ٩٦): حکومتي چارواکي وايي چې په غزني او کاپيسا ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو له امله ٣٢ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د غزني ښار اړوند په شهباز خان سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې ډله ييز بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد کې لس طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي چې د درېيو طالبانو مړي هم په سيمه کې پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې هم طالبانو پر دې پوستې بريد کړى و چې په ترڅ کې یې لس پوليس وژل شوي وو.

خو نورې په ياده جګړه کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل او زياته يې کړه چې د هوايي ځواک تر راتګ وروسته د طالبانو بريد پر شا تمبول شوى دى.

خو د شهباز خان سيمې یوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې جګړه د شپې په لس بجې پیل شوه او تر نږدې درېيو بجو پورې يې دوام درلود.

هغه وايي: ((ټوله شپه مو خوب ونه کړه، سخت جنګ روان و، کله چې سهار بيرون ته ووتو، نو ګورو چې له پوستې نه اور پورته کېده او څوک په کې نه وو.))

ده وويل چې کېداى شي امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.

وسله وال طالبان هم دغه بريد تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه د ډله ييز بريد له امله د شهباز خان بازار پوسته طالبانو نيولې ده.

ده وويل چې د پوستې د نيولو پر مهال ١٢ امنيتي سرتېري او يو طالب وژل شوي او اووه نور پوليس ټپيان شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په کاپيسا کې هم طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي پژواک ته وويل چې پرون مازديګر هوايي ځواکونو د تګاب ولسوالۍ په شاتور سيمه کې د طالبانو پر مرکز بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي نعمت الله هم ياده پېښه تاييد کړه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تګاب د کاپيسا ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه دى چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې کېږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 212 تاريخ : شنبه 20 آبان 1396 ساعت: 15:25