د ساحر لودیانوي پر ژوند جوړیدونکي فلم کې ابیشک پجن او ډیپیکا رول لوبوي

ساخت وبلاگ

د هندي سینما تکړه فلم جوړونکی سنجی لی لا غواړي چې د وتلي شاعر ساحر لودیانوي پر ژوند فلم جوړ کړي. هندي رسنۍ وايي چې نوموړې په دې فلم کې د مرکزي رولونو د لوبولو لپاره، ابیشک بچن او ډپیکا غوره کړي.

موده وروسته په یو فلم کې د ډپیکا او ابیشک بچن راڅرګندیدل، د سینما او ددې دواړو سینمايي ستورو د مینوالو لپاره د خوښۍ خبر دی.

ویل کیږي چې ابیشیک بچن او ډیپیکا دواړه خپل فلمونه په ډیر غور ټاکي او د ساحر لودیانوي له لوړو ژورو د ډک ژوند داستان ښايي ددې دوو فلمي ستورو د بریا لپاره یو بل ګام وګرځي.

ویل کیږي چې ابیشک بچن د ساحر لودیانوي پر ژوند د جوړیدونکي فلم لپاره کار پیل کړی او دا مهال د ساحر لودیانوي د ژوند پر بیلابیلو اړخونو معلومات راټولوي څو د هند د نیمې وچې ددې ستر شاعر رول په ښه توګه ولوبولی شي.

ډپیيکا هم چې دا مهال د پاډماواتي فلم په تشهیر بوخته، ددې نوي فلم قرارداد لاسلیک کړی دی.

ساحر لودیانوي چې اصلي نوم یې عبدالحی دی، د اردو او هندي ژبو د معاصر شعر یو داسې شاعر دی چې نه یوازې په هند او پاکستان کې یې شعرونه ګڼ مینه وال لري، بلکې د نوموړې ګڼ شعرونه پښتو ژبې ته هم ژباړل شوې دي.

د ساحر لودیانوي د تاج محل په نوم شعر په پښتو ژبه نجیب عامر او عبدالله پیکار په جلا جلا توګه ژباړلی او ګڼو خلکو خوښ کړی دی.

ساحر لودیانوي د هندي سینما د سندرو په برخه کې هم ډيره لویه برخه لرلې ده. نوموړې ته په ۱۹۷۱ م کال کې د پاډاما شیري معتبره جایزه ورکړل شوې او همدارنګه یې د امیتابچن د یو فلم د مشهورې سندرې ” کهبې کهبې “ د لیکلو له کبله د فلم فیر د غوره سندرې جایزه تر لاسه کړل.

هغه مهال چې هند او پاکستان سره جلا شول، ساحر لودیانوي له لاهور ښار څخه ممبيي ته وتښتید، او هلته یې یو لانجمن ژوند درلود. د هغه رومانټیک ژوند او د وخت د یو شمیر وتلو سیاستوالو او فلمي ښځو سره یې د مینې داستانونه تر ډیره مشهور او په خپل وخت کې د ممبيي د ښار مهم خبرونه وو.

په ځانګړې توګه د هندي او پنجابي ژبو د نامتو لیکوالې او شاعرې امیرتا پریتم او ساحر لودیانوي ترمنځ د مینې داستان او تبادله شوي لیکونه ډیر مشهور دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : لودیانوي,جوړیدونکي, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 241 تاريخ : سه شنبه 16 آبان 1396 ساعت: 13:13