لس (۱۰) خواړه، چې په نهاره يې خوړل تاوان لري

ساخت وبلاگ

سهار له خوبه پاڅيدل او بیا خپله ورځ د نارنج په يو ګیلاس جوس او یا هم یو پیاله کافي پیلول، د هر چا خوښيږي؛ خو که له زیانه يې خبر شئ، نو هیڅکله به هم داسې ونه کړئ.

ځینې خواړه که آن خورا ډير ګټور هم دي، خو په خالي معده (نهاره) يې خوړل لوی زیان لري.

دلته درته (۱۰) هغه خوړو په اړه لیکو، چې په نهاره يې خوړل د هاضمې سیستم خرابوي او د روغتيايي ستونزو لامل کیږي.

۱ـ کیله:

په نهاره د کیلې خوړل په وینه کې د مګنیزم کچه لوړوي، چې ممکن د زړه د فعالیت غیری عادي کړي.

۲ـ مرچ او مساله:

په نهاره یا خالي معده د مرچ و مسالې خوړل د هاضمې سیستم زیانمنوي.

۳ـ لیمو او نارنج:

په تشه معده د نارنج او لیمو جوس څښل معده تیزابي کوي. له دې سربیره د هاضمې سیستم هم خرابوي.

۴ـ شنې پاڼې:

د سبزې شنې پاڼې لکه کاهو، ملۍ، شوتل، دڼيا (ګشنیز) او ورته هر څه که په نهاره وخوړل شي، د هاضمې سیستم د خرابیدو باعث ګرځي. دا خواړه، چې تر ډیره ګټور بلل کیږي، خو په نهاره يې خوړل ګټور نه دي.

۵ـ ماسته:

ماسته که څه هم یو له ډیرو ګټورو خوړو څخه دی، خو بیا هم په نهاره يې خوړل کومه ګټه نه لري.

ځکه چې په سهار کې د انسان وجود هایډروکلوریک اسید لري. که ماسته وخوري، ټولې روغتیايي بکتریاوي يې له مینځه ځي.

۶ـ خواږه:

په نهاره د خوږو شیانو خوړل د پانقرانس او څیګر ناروغۍ پیدا کوي. په یو دمې ډول په دې دوو اساسي عضو فشار راتلل، ددوې فعالیت کمزوری کوي.

۷ـ لیچي:

په خالې معده یا نهاره د لیچي خوړل آن انسان د مرګ له ګواښ سره مخ کولای شي. لیچي یو ډول تازه میوه ده، چې د روغتیا لپاره خورا ډيره ګټوره ده؛ خو په نهاره يې خوړل لوی زیان لري.

۸ـ کافي:

په نهاره د کافي څښل تاواني دي. په نهاره د کافي څښل د هاضمې سیستم ګډوډوي.

۹ـ مشروبات:

په نهاره د مشروباتو لکه کوک، پیپسي او نورو څښل، د معدې ګیس پیدا کوي او کله کله په وجود کې دردونه هم راپیدا کوي.

۱۰ـ الکول:

د الکولو څښل یو وخت هم ګټور نه دي. خو په نهاره څښل يې د وجود ټول سیستمونه زیانمنوي. د زړه او دماغو په فعالیت هم بد اغیز کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 253 تاريخ : سه شنبه 16 آبان 1396 ساعت: 13:13