نبي عیسی خیل د بنګله دیشۍ لوبډلې کپټان ټاکل شوی

ساخت وبلاگ

د بنګله دیش د کورني کرکټ ۵ پړاو غوره لیګ «بي پي ایل» سیالیو کې افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د پاکستان، ویسټ انډیز، انګلستان او بنګله دیشي لوبغاړو په منځ کې د کمیلا ویکټورینز لوبډلې د لوبډلمشر په توګه غوره شوی دی.

د B.P.L په نامه دغه شل اویریزه کرکټ تجارتي سیالۍ د تیرې شنبې په ورځ د تیر کال دفاعي اتلې ډهاکه ډینامیټس په ماتې، خو سلیهیټ سیکسرز لوبډلې په بریا سره پیل شوې.

د ۵ پړاو په دې غوره لیګ سیالیو کې هم د تیر کال په څیر د ډهاکه ډینامیټس، کمیلا ویکټورینز، چیټاګانګ ویکنګز، رانګپور رایډرز، راج شاهي کینګز، حولنا ټیټانز او سیلهیټ سیکسرز لوبډلې شاملې دي.

په دغه لیګ سیالیو کې افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل د بنګله دیشي تمیم اقبال په نشتون کې د کمیلا ویکټورینز لوبډلې لپاره د لوبو اغاز په لوبډلمشرۍ سره وکړ، خو په سیالۍ کې سیکسرز لوبډلې ته ماتې ومنله.

د معلوماتو له مخې، محمد نبي عیسی خیل به د تمیم اقبال په نشتون، خو د پاکستان پخواني کپتان شعیب ملک، مارلیون سیمولز، ډیرن براو او جوز بټلر په څیر مشهوره لوبغاړو په شتون کې د کمیلا ویکټورینز لوبډلې لپاره لوبډلمشري وکړي. محمد نبي عیسی خیل د بي پي ایل په تیر پړاو سیالیو کې د چیټاګانګ ویکنګز لوبډلې په ګټه لوبیدو، چې په بهترینه لوبو ترسره کولو سره یې دا ځل د کمیلا لوبډلې د رانیولو هڅه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د نبي عیسی خیل ترڅنګ بل افغان لوبغاړی راشد خان هم په همدې لوبډله کې د دویم ځل لپاره لوبیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 199 تاريخ : سه شنبه 16 آبان 1396 ساعت: 13:13