ميوند قول اردو: هلمند کې چورلکې بېړنۍ ناسته وکړه

ساخت وبلاگ

لشکرګاه (پژواک،٢٨ کب ٩٤): د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان وايي، يوې چورلکې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې بيړنۍ ناسته کړې، خو طالبان وايي چې دغه چورلکه يې ويشتلې او راغورځولې ده.

د ياد قول اردو قوماندان تورن جنرال معين فقير، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولتي ځواکونو يوې چورلکې تېره شپه په  نادعلي کې د علمياتو پر مهال د تخنيکي ستونزې له امله د يادې ولسوالۍ په يوه دښته کې بيړنۍ ناسته وکړه.

هغه وايي، چې په دې بېړنۍ ناسته کې چا ته زيان نه دى رسېدلى او دا مهال (له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې) د چورلکې د تخنيکي ستونزې پر لرې کولو کار روان دى.

  خو د وسله والو طالبانو يو وياند قاري محمديوسف احمدي، وايي چې دغه چورلکه د دوى کسانو ويشتلې او د نادعلي ولسوالۍ اړوند شنې جامعې سيمي ته څېرمه د سه شنبې مېلې په سېمه کې راغورځېدلې ده.

هغه وايي چې په چورلکه کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

د سيمې يو اوسېدونکي ګل محمد وايي، چې تېره شپه په ياده سيمه کې نښته شوې او ياده چورلکه هم په ډزو لګېدلې ده.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 254 تاريخ : جمعه 28 اسفند 1394 ساعت: 13:38