د ميمنې-جوزجان لاره له پنځه ورځنۍ سختې جګړې وروسته پرانيستل شوه

ساخت وبلاگ

By

On

Nov 06, 2017 - 19:49

ميمنه (پژواک،١٥لړم٩٦):د فارياب امنيتي سرچينې وايي، هغه عمليات چې د ميمنې-جوزجان لويې لارې د بېرته پرانيستلو، د امنيتي پوستو جوړېدو او له بلخ څخه ميمنې ښار ته د ځواکونو استولو په موخه ترسره شول، له پنځه ورځنۍ سختې نښتې وروسته لاره بېرته پرانيستل شوه او ځواکونه د ميمنې ښار ته ورسېدل.

د فارياب امنيې قوماندان مل پاسوال دلاور شاه دلاور وويل، امنيتي ځواکونو پنځه ورځې مخکې له خواجه سبز پوش څخه د لارې د بېرته پرانيستلو او پوستو د جوړېدو عمليات پيل کړل او له شيرين تګاب څخه د شمال زون استول شوو ځواکونو حرکت وکړ، طالبانو ته يې د درنې مرګ ژوبلې په اړولو سره لار بېرته پرانيستله.

ده زياته کړه، په دې عملياتو کې هوايي او توپچي ځواکونو هم برخه درلوده او شاوخوا ١٥طالبان وژل شوي او له ٣٠ډېر ټپيان دي.

د هغه په وينا، په دغه نښته کې يو ولسي پاڅونوال وژل شوى او دوه امنيتي سرتېري ټپيان دي.

خو د پژواک خبريال وايي، ٨ ټپيان يې په خپلو سترګو ليدلي چې د فارياب د ځانګړې قطعې د ارکان رييس، دوه د ملي اردو او دوه د عامه نظم سرتېري او دغه راز درې ولسي پاڅونوال په کې شامل دي.

د شمال زون د عامه نظم د شپږمې لوا قوماندان جنرال حسيب الله قريشي چې له بلخ څخه د استول شوې قطعې مشري کوي، وويل چې د عملياتو د سوکه توب دليل د شيرين تګاب او خواجه سبزپوش په سيمو کې د ميمنې-جوزجان لويې لارې بندېدل او د استوګنې په سيمو کې د طالبانو ځاى پرځاى کېدل و چې له خلکو څخه يې د ډال په توګه کار اخيست او امنيتي ځواکونو له پوره احتياط څخه کار اخيست څو ولسي خلکو ته زيان ونه رسېږي.

د ده په خبره،، امنيتي او هوايي ځواکونو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واړوله او هغوى پرېکړه کړې چې تر ګواښ لاندې ټولو سيمو کې به امنيت راولي او مخالفين به له منځه وړي.

د فارياب د ولايتي شورا مرستيال عبدالاحد ايلبيک د ولايت پر مشرتابه او مرکزي دولت په نيوکې سره وويل، ياده شوې لاره له څلورو مياشتو راهيسې د امنيتي ځواکونو او دولتي مامورينو پرمخ تړل شوې ده.

د لارې په اوږدو کې شته امنيتي پوستې طالبانو نيولې او په دوو وروستيو مياشتو کې يې د امنيتي ځواکونو له ٢٠ډېر ټانکونه سوځولي او لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يوه دولتي سرچينه وايي، په عملياتو کې برخه والو ځواکونو پرون څو کلي نيولي؛ خو ماښام يې بېرته شاتګ وکړ او تېره شپه چې کله د سبزپوش او شيرين تګاب ولسواليو په فضا کې د ايتلافي ځواکونو الوتکې را ښکاره شوې، طالبان پټ شول او له بلخ څخه استول شوي ځواکونه وتوانېدل چې د ميمنې ښار پر لور حرکت وکړي.

خو په خواجه سبزپوش کې د طالبانو يوه ځايي قوماندان دوى ته د اوښتې مرګ ژوبلې خبره رد کړه او ويې ويل، دولتي ځواکونو هڅه وکړه چې لار پرانيزي چې په پايله کې يې ٨کسان وژل شوي او ١٧نور ټپيان او يو ټانک يې سوځول شوى دى.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : ميمنېجوزجان,پرانيستل, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 170 تاريخ : سه شنبه 16 آبان 1396 ساعت: 13:13