هره ورځ سلګونه کسان د نيمروز له لارې هېواد پرېږدي

ساخت وبلاگ

زرنج (پژواک، ١٦ لړم ٩٦): د نيمروز ولايت چارواکي وايي چې نا امني، وزګارتيا او بېوزلي د دې لامل شوې چې هره ورځ سلګونه کسان د دغه ولايت له پولې افغانستان پرېږدي او بهرنيو هېوادونو ته په نا قانونه ډول کډوال شي.

نيمروز د هېواد په سوېل لوېدځ کې د هېواد له هغه ولايتونو دى چې له ايران او پاکستان سره ګډه پوله لري او د نا قانونه ګډوالۍ د تګ راتګ په اصلي دروازه بدل شوى دى. سرحدي ستونزې او پر پولو ټينګ کنټرول نشتوالى د دې لامل شوى چې خلک پرې د دغه ولايت له لارې بهرنيو هېوادونو ته تګ راتګ وکړي.

په نيمروز ولايت کې يوې حکومتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط د پژواک خبري اژانس يوه خبريال ته وويل چې هره ورځ څه باندې دوه زره کسان چې اکثر يې ځوانان دي، د نيمروز ولايت د مرکز له لارې هېواد پرېږدي.

سرچينې زياته کړه: ((دوى په قاچاقي ډول پاکستان او بيا يې ځيني ايران او ځيني ترکيې ته ځي. د دوى ٥٠ سلنه کورنۍ هم دي چې د نا امنۍ، بېوزلۍ او وزګارتيا له امله يې په ډله ييز ډول د هېواد پرېښودو ته مخه کړې ده.))

يادې حکومتي سرچينې زياته کړه چې د نيمروز ولايت له لارې هېواد پرېښودونکي نږدې پنځوس سلنه موخې ته رسېږي، خو پنځوس سلنه نور يې د لارې په اوږدو کې د پوليسو له لوري نيول کېږي او بېرته يې را اړوي.))

شېراحمد چې په قانونه ډول ايران ته خلک لېږدوي، وايي چې تر ترکيې پورې په ناقانونه ډول د يوه کس په لېږدولو ١٢٠٠ امريکايي ډالر لګښت راځي؛ ځکه چې دا کسان بايد موخې ته د رسېدو لپاره اوږدې او ستړې لارې ووهي.

نوموړى چې په خبره يې د افرادو په ناقانونه لېږد کې کلونه تجربه لري، وويل: ((کوم کسان چې په نا قانونه او قاچاقي ډول هېواد پرېږدي، له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي؛ ځکه چې د لارو په اوږدو کې د لوږې او تږې تر څنګ د پاکستاني او ايراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د نيول کېدو له خطر سره هم مخ دي.))

نوموړي زياته کړه، تلونکي کسان بايد لومړى د نيمروز چاربرجک ولسوالۍ، وروسته د پاکستان ماشکين او له هغه ځايه د ايران سراوان ته ولېږدول شي، که چېرته غوښتنه ولري، د ايران اروميه او بيا ترکيې ته لېږدول کېږي.

هغه زياته کړه چې په دې وروستيو کې د ايران له لوري د يو شمېر افغانانو لپاره چې دغه ولايت له خپلو کورنيو سره کډه کېږي، د شپږ مياشتنۍ استوګني کارتونه ورکړي، خو څرګنده نه ده چې له شپږ مياشتو وروسته يې دغه کار تمديدېږي که نه؟ په همدې موخه په دې وروستيو کې ايران ته د افغان کورنيو تګ يو څه زيات شوى دى.

شېراحمد وايي، اکثره کسان چې له هېواده وځي، د هېواد د شمالي ولايتونو لکه فارياب، سرپل، تخار او کندوز اوسېدونکي دي.

د تخار ولايت اوسېدونکي فيض محمد چې نيمروز ولايت ته راغلى او ايران ته د تګ هوډ لري، وايي چې د نا امنۍ له امله دغه کار ته اړ شوى دى.

نوموړي زياته کړه: ((اووه کسيزه کورنۍ لرم، ددې تر څنګ چې دولت نه دى توانېدلې په هېواد کې راته د کار زمينه مساعده کړي، جګړه هم ورځ تر بلې زياتېږي، دا چاره ددې لامل شوې چې د هېواد پرېښودو تصميم ونيسم، که څه هم لومړى ځل دى چې خارج ته ځم، خو که چېرته سل ځله هم بېرته مسترد شم، نو بيا هم هېواد پرېږدم، ځکه چې مجبور يم.))

د فارياب د قيصار ولسوالۍ اوسېدونکي نقيب الله هم وويل چې د نا امنۍ او وزګارتيا له امله هېواد پرېښودو ته اړ شوى، که څه هم دې موخې ته رسېدل اوږد وخت غواړي او له ستونزو ډک سفر دى، خو بله چاره هم نشته، په هېواد کې نه امنيت شته او نه کار.

د نيمرو ولايت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو يوه چارواکي احمد حسيني وايي چې له ايران او پاکستان سره د نيمروز اوږده پوله د دې لامل شوې چې بهر ته تلونکي نيمروز وټاکي او دا کسان په قاچاقي ډول له هېواده ووځي.

هغه تاييد کړه چې هره ورځ تر ٢ زرو پورې کسان د نيمروز ولايت له لارې په نا قانونه ډول بهر ته ځي چې د کډوالو ايستنه په ځانګړي ډول له ايران نه د تېر کال په پرتله درې برابره زياته شوې ده.

حسيني وايي چې د روان کال په شپږو مياشتو کې ٢٠٩٤٦٠ کسان له ايران نه را ايستل شوي چې له دې ډلې يې ٧٢٣٧٩ کسان په داوطلب او پاتې نور په زور سره را ايستل شوي او تېر کال د هغو کسانو شمېر چې د ايراني پوليسو له لوري   له هغه هېواده را ايستل شوي وو، ٥٢٢٧٠ تنو ته رسېده. 

هغه څرګنده کړه چې ايران به پخوا کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هم را ايستل، خو اوس يې د نيمروز له لارې هم دا کار پيل کړى دى.

د زليخا په نوم يوه را ستنه شوې مېرمن وايي چې د ايران پوليسو په کرمان ښار کې نيولې وه او له دوه ورځني بند وروسته يې له پولې را اړولې ده.

نوموړې چې د هرات ولايت اوسېدونکې ده وايي: ((اولادونه مې ايران کې په درس بوخت وو، اوس معلومه نه ده چې په افغانستان که به څه کوي، يو ماشوم مې درېيم او بل هم پنځم ټولګي کې دى، خاوند مې په کرمان کې هټۍ درلوده.))

د فارياب اوسېدونکي محمد ګل هم وويل چې اته شپې ورځې يې د ايران تر کرمان ښار پورې سفر وکړ او بالاخره يې د لارې ٢٠ ملګري د ايراني پوليس له لوري ونيول شول او بېرته يې را واړول.

هغه زياته کړه، کوم کسان چې افغانستان پرېږدي، له ډېرو ستونزو وروسته خپلې موخې ته رسېږي، ځکه تګ يې په قانوني لار نه دى، له افغانستان نه له يوه داسې کس سره وځي چې لارې ورته معلومې دي، خو د رسېدو لپاره هېڅ ډول ضمانت نشه.

نوموړى وايي: ‎((قاچاقبران له هېڅ ډول ضمانت پرته افراد د قاچاقي جنس په توګه د تېلو په خالي ټانکرونو او يا هم کوچنيو موټرو کې چې د پنځو تنو پر ځاى ٢٠ کسان په کې ځايوي، اچوي، ځيني وخت له ګڼو ستونزو سره موخې ته رسېږي، خو د پوليسو له لوري تر نيول کېدو وروسته بېرته له پولې را اړول کېږي.

په ورته وخت کې د نيمروز امنيې قوماندان مل پاسوال خواجه جيلاني ابوبکر له پژواک سره په خبرو کې وويل، ددې ولايت له پولې د هر ډول نا قانونه کډوالۍ د مخنيوي مسووليت د سرحدي پوليسو پر غاړه دى، خو ددې ولايت د پوليس موظفينو په هڅو د روان کال په اوږدو کې ١٦ تنه د انساني قاچاق او نا قانونه کډوالۍ ته د زمينې مساعدولو په تړاو نيول شوي دي.

د نيمروز دغه امنيتي چارواکي تاييد کړه چې د ٣٤ ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي ددغه ولايت له لوري بهر ته د کډوالۍ لپاره راځي، خو ددې ولايت پوليس تر هغه پورې چې د يادو کسانو د غير قانوني کډوالۍ په اړه باوري اسناد ونه لري، د نيولو اجازه يې نشته.

مل پاسوال ابوبکر زياته کړه چې په روان کال کې سرحدي ځواکونو يو شمېر افراد بهر ته د ناقانونه کډوالۍ په تړاو نيولي او پوليسو ته يې سپارلي دي، خو د دوى کره شمېره يې څرګنده نه کړه.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د هېواد د سرحدي ځواکونو د چارواکو نظر هم تر لاسه کړي، خو له پر له پسې اړيکو وروسته هم ونه توانېده.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 219 تاريخ : سه شنبه 16 آبان 1396 ساعت: 13:13