ننګرهار کې درې ځانمرګي له یوه موټربم سره نیول شوي

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ۹ لړم ۹۶): ننګرهار کې د ملي امنيت ادارې له لوري د يو پاکستاني په ګډون درې ځانمرګي بريدګر چې غوښتل يې په جلال اباد ښار کې بريد ترسره کړي، نیول شوي دي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لړم په ۹مه د ملي امنيت په رياست کې د يو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال په دې اړه رسنيو ته معلومات ورکړل.

والي وويل، بريد په پاکستان کې پلان شوی و او موخه يې په جلال اباد ښار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې بريد او ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړول و.

هغه وويل، بريدګر درې کسان دي چې يو يې د پاکستان د بلوچستان ايالت د کوېټې اوسېدونکی دی او دوه نور افغانان دي.

والي زياته کړه، موټربم او ځانمرګي د تېرې جمعې په ورځ جلال اباد ښار ته انتقال شوي وو او په درېيمه ناحيه کې په يوه سرای کې استوګن شوي وو.

هغه وايي: ((د ملي امنيت موظفينو دغه قضيه له لومړي سره ډېره ژوره تعقيب کړې وه او په ډېر احتياط يې ګام اخيست او بالاخره يې پرون عمليات وکړل  او دغه کسان يې ونيول.))

ده دا هم وويل چې د ملي امنيت موظفينو پرون ناوخته د ځانګړو عملياتو پر مهال ياد کسان ونیول او په جلال اباد ښار کې يې د يوې خونړۍ پېښې مخه ونیوه.

هغه زياته کړه: ((پلان داسې جوړ شوی و چې لومړی به د خلکو په يوه ګڼه ګوڼه کې موټربم بريد کېږي او وروسته به نصيب الله په نوم ځانمرګی چې د کوېټې دی، د خلکو تر راټولېدو وروسته ځان ته بل انفجار ورکوي.))

والي وایي، د ځانمرګي بريدګر واسکټ داسې چمتو شوی و چې چا پرې د بريدګر شک نه شو کولی؛ ځکه چاودېدونکي توکي يې د ملا په برخه کې ځای پر ځای شوي وو.

د والي د معلوماتو له مخې، د بريدګرو په کرولا موټر کې هم ۱۵۰ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو چې د يوې لويې او خونړۍ پېښې سبب کېدای شوی.

د کنفرانس پر مهال د ملي امنيت ادارې درې واړه ځانمرګي بريدګر او د دوی کرولا موټر هم خبريالانو ته ور وښودل او هغه ويډيو هم خبريالانو ته ورکړل شوه چې له نيول شوو بريدګرو په کې د خپلو کړنو اعتراف اخيستل شوی و.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې د ملي امنيت موظفينو په مشرۍ ګډو ځواکونو چاڼيز عمليات کړي چې په ترڅ کې يې له يو شمېر کورونو بېلابېل ډوله وسلې او نظامي يونيفورمونه ترلاسه شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږیاڼي پژواک ته وويل چې دغه چاڼيز عمليات پرون د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند د مولوي خالص فاميليو او سره رود ولسوالۍ ګنده چشمې سيمه کې ترسره شوي دي.

هغه وايي، د عملياتو پر مهال له يو شمېر کورونو یو د هاوان دوربين، پنځه لاسي بمونه، اته ميله کلاشينکوفوه، دوه ميله ۳۰۳ بر، ۳ ميله بېلابېل ډوله تومانچې، یو ميل مشکُش، اووه جوړه نظامي بوټان ۳۰ جوړه بېلابېل ډوله نظامي يونيفورم او ۳۰ غیر راجستر شوي سيمکارتونه ترلاسه شوي دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : ننګرهار,ځانمرګي, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 185 تاريخ : سه شنبه 9 آبان 1396 ساعت: 17:34