اروزګان کې ۱۱ پولیس او ۱۸ طالبان وژل شوي

ساخت وبلاگ

ترينکوټ (پژواک، ٩ لړم ٩٦): د اروزګان ولايت په چنارتو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه کې ١١ پوليس او ١٨ طالبان وژل شوي او جګړه اوس هم روانه ده.

د چنارتو ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن اخترمحمد د لړم په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.

ده وويل چې د دغو بريدونو له امله ١١ پوليس او ١٨ طالبان وژل شوي او څلور نور پوليس ټپيان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، جګړه اوس هم روانه ده او هر څه ژر بايد مرستندوی ځواکونه دې ولسوالۍ ته واستول شي.

د چنارتو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وویل چې طالبانو له تېرې شپې راهيسې په سیاه سنګ سیمه کې پر امنیتې پوستو ډله يیز بریدونه پیل کړي دي.

سرچينه وايي چې په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د اروزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دغه ولايت د والي وياند دوست محمد ناياب پژواک ته وويل چې تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو دوه ملکي وګړي پر ډوز وژلي او يو بل يې ټپي کړى.

وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : اروزګان, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 159 تاريخ : سه شنبه 9 آبان 1396 ساعت: 17:34