کندوز کې امنیتي سرتېرو ته خواړه نه رسېږي

ساخت وبلاگ

کندوز (پژواک، ٨ لړم ٩٦): په کندوز کې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتېري وايي چې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې سمه خواړه نه ورکول کېږي او ډېری وخت وچه ډوډۍ له اوبو سره خوري.

د دغه ولايت امنيتي چارواکي هم دغه ستونزه مني خو وايي چې په  ځينو حالاتو د قراردادي د ستونزو له مله پر وخت سرتېرو ته ډوډۍ نه رسېږي.

په کندوز کې د پل الچين پوستې سرتېري نظام الدين د لړم په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو پنځه مياشتو راهيسې سم خواړه نه ورته رسېږي.

پل الچين د کندوز له نا امنو سيمو ګڼل کېږي او ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې وي.

هغه زياته کړه: ((پنځه مياشتې کېږي چې پياز، کچالو، غوښه، ترکاري او نور شيان مو قطع شوي دي، زخمي موږ ورکوو، ټپي موږ ورکوو، همدا اوس د سهار لس بجې دي تر اوسه مو چاى نه دى څښلى، کله چې موږ ورته و وايو، سمه ډوډۍ راکړئ نو وايي چې قراردادي نشته تښتېدلى دى.))

د هغه په وينا، ډطرى وخت په دې پوسته کې سرتېري وچه ډوډۍ له تشو اوبو سره خوري او شپه ورځ پرې تېروي.

دغه راز د دې پوستې يوه بل سرتېري صفي الله هم ورته ستونزې يادې کړې او ويې ويل چې په دې برخه کې بايد جدي پاملرنه وشي.

هغه وايي: ((موږ په خپل اعاشه کې ١٣ ډوله غذايي مواد لرو، خو پنځه مياشتې کېږي چې موږ ته يواځې دال او وريجي راکول کېږي، دا زموږ او زموږ د نورو سرتېرو په حق کې ظلم دى.))

ده وويل که چېرې دوى ته مکلفه ډوډى ورنه کړل شي طالبانو ته هېڅ اړتيا نشته، ډېر ژر به دوى له ولږې مړه شي.

دغه راز يوه بل سرتېري شفيق الله پژواک ته وويل: ((هغه وريجي او دال يې هم د خوراک نه دي، ډېرى وخت موږ وچه ډوډۍ له اوبو سره خورو.))

يو شمېر نورو سرتېرو هم ورته څرګندونې وکړې.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي وويل چې په ځينو وختونو کې سرتېرو ته پر وخت سم خواړه رسېږي.

هغه وايي: ((په ځينو وختونو کې د قراردادي د ستونزو له امله سرتېرو ته پر وخت مکمل خواړه نه رسول کېږي او سرتېري له ستونزو سره مخ کېږي.))

قوماندان وايي چې ياده ستونزه يې د کورنيو  چارو له وزارت سره شريکه کړې او ډېرې ژر به يې د حل لپاره اقدام وشي.

د يادونې ده، کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى، په تيرو دوه کلونو کې دې ولايت دوه ځلې د وسله والو طالبانو په لاس سقوط هم کړى دى.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 161 تاريخ : دوشنبه 8 آبان 1396 ساعت: 18:18