غزني کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي

ساخت وبلاگ

غزني ښار(پژواک،٦لړم٩٦): په غزني کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د لړم په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د غزني ښار پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

د هغه په وينا، دغو بريدونو دوه ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې يې نهه امنيتي سرتېري و وژل شول او دوه نور ټپيان دي.

نور وايي چې په دې جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې .

د هغه د معلوماتو له مخې، تېره شپه طالبانو د ده يک، قره باغ، اب بند، زنخان او ګيلان ولسواليو پر پوستو هم بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې څلور طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوري وويل چې د يادو ولسواليو په جګړه کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 د غزني يوه اوسېدونکي د نوم  نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې تېره شپه د شهباز سيمې پر پوستې شاوخوا څلور ساعته جګړه روانه وه.

هغه وايي: (( څلور ساعته جنګ وو، هيڅ کمک ورته ونه رسېده، د پوستې د قوماندان خليل په ګډون شپږ پوليس و وژل شول.))

د غزني امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل لورته طالبان هم د غزني جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د شهباز او قلعه قاضي سيمو پوستې نيولې دي.

هغه وايي چې د دې پوستو د نيونې پرمهال د قوماندان خليل او قوماندان اختر په ګډون ١٤ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

مجاهد وايي چې په دې جګړو کې يواځې يو طالب ټپي شوى دى.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د غزني په بېلابېلو برخو کې جګړو زور اخيستى چې له امله يې ډېرى وخت د امنيتي سرتېرو ترڅنګ ملکي خلکو ته هم درنه مرګ ژوبله اوړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 195 تاريخ : شنبه 6 آبان 1396 ساعت: 15:31