له کندهاره هند ته ٤٠ میټریک ټنه وچه او تازه مېوه ولېږدول شوه

ساخت وبلاگ

کندهار (پژواک، ۶ لړم ۹۶): له کندهار څخه هند ته د هوا له لارې ۴۰ میټریک ټنه وچه او تازه مېوه و لېږدول شوه.

دا د هند او افغانستان تر منځ د هوايي دهلېز د پرانیستو په لړ کې د کارګو الوتکې څلورمه الوتنه ده چې له کندهار هوايي ډګر څخه د هند نوي ډيلي ته کېږي.

د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت د لړم په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه الوتنه تېر ماښام وشوه چې ۴۰ ميټریک ټنه وچه او تازه مېوه په کې بار وه.

دی وايي، په لېږدول شوې مېوه کې انګور، انار، انځر او نور شامل وو.

 د ده په خبره، له هغه وروسته چې د افغانستان او هند تر منځ هوايي دهلېز پرانیستل شوی، دا له کندهاره په مېوې بار د کارګو الوتکې څلورمه الوتنه وه.

نوموړي زیاته کړه چې دغه لړۍ په ښه توګه روانه ده او په راتلونکي کې به د ورته الوتنو شمېر هم ډېر شي.

لومړۍ الوتنه د چنګاښ میاشتې په ۳مه شوې وه چې په ورته توګه په کې ۴۰ ټنه تازه او وچه مېوه هند ته صادر شوې وه.

د افغانستان- هند هوايي دهلېز له لارې له کندهار څخه هند ته د مېوو د لېږد لړۍ د څه مودې لپاره د ځینو تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلې وه چې په دې وروستیو کې بیا پيل شوې ده.

چارواکي وايي، د دغه هوايي دهلیز  د بریالیتوب په موخه د هوا له لارې د مېوو د لېږد لړۍ ګړندۍ کوي او سوداګرو ته به ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کندهار د تازه مېوې سوداګر جلال الرحمن شرر وايي، د افغانستان- هند هوايي دهلېز له پرانیستل کېدو سره له کندهار څخه هند ته یوازې یوه الوتنه وشوه او بیا شاوخوا دوه میاشتې دغه لړۍ وځنډېده چې سوداګر یې زیانمن کړل.

نوموړى د افغانستان د سوداګرۍ خونې له چارواکو غوښتنه کوي چې د هوا له لارې د مېوو د لېږد لړۍ ته دوام او پراختیا ورکړي، ځکه د ځمکنۍ لارې په پرتله د هوا له لارې هند ته د مېوو د لېږد هم ارزانه او هم اسانه دی.

د ځمکې له لارې هند ته د مېوو لېږد ۶ ورځې وخت اخلي او پر یوه کیلو ګرام ۶۰ سینټه لګښت راځي، خو د هوا له لارې د مېوو لېږد په څو ساعتونو کې ترسره کېږي او پر یوه کیلوګرام ۲۰ سینټه لګښت راځي.

د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د هوايي دهلېز له پرانیستل کېدو راهیسې له کابل او کندهار څخه هند ته ګڼې الوتنې شوي چې ډېرې یې له کابل او څلور یې له کندهار څخه وې.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي څه موده وړاندې پژواک خبري اژانس ته ویلي وو، چې له همدې لارې د میلونونو ډالرو په ارزښت لسګونه ټنه مېوه او طبي بوټي هند ته لېږدول شوي دي.

د ده په خبره، له کندهار څخه هند ته د کارګو الوتنو ځنډ د ځینو تخنیکي ستونزو له امله و چې اوس حل شوې دي.

د افغانستان-هند هوایي سوداګریز دهلېز څو میاشتې وړاندې د ولسمشر له خوا پرانیستل شو چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي کچې لوړول او د ترانزیټي موانعو لرې کول دي.

له کندهاره هند ته داسې مهال په مېوې بار د کارګو الوتکې څلورمه الوتنه ترسره کېږي چې ها خوا د مالیې د لوړوالي له امله له کندهاره پاکستان ته د مېوو د صادراتو لړۍ له ستونزو سره مخ شوې ده.

په کندهار کې د تازه مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، د تازه مېوې سوداګرو له هغه وروسته پاکستان ته د مېوې د صادرولو لړۍ درولې چې له افغانستان څخه پر صادرېدونکې مېوه یې مالیه لوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د هغو معلوماتو له مخې چې دوی ته رسېدلي پاکستان د سلګونه قلمه  صادراتي اجناسو محصول لوړ کړی چې په دې برخه کې د کندهار انار او انګور هم شامل دي.

دی وايي، تر دې مخکې پاکستان پر یو ټن انارو ۶ زره کلدارې محصول اخیست خو اوس ۱۵ زره کلدارې اخلي، دغه راز مخکې پر یو ټن انګورو ۸ زره کلدارې محصول اخیستل کېده، اوس ۲۸ کلدارې اخیستل کېږي.

نوموړی دا ډېر لوړ محصول ګڼي او وايي، که په همدې بڼه پاکستان ته له کندهاره د مېوو د صادراتو لړۍ روانه وي، نو سوداګر ان خپله کرایه هم نه شي جوړولی.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سوداګرو دغه ستونزه یې له ولسمشرۍ ماڼۍ، اړوندو وزارتونو او د پاکستان له سفارت سره شریکې کړې خو لا حل شوې نه ده.

پاکستان هر کال افغان سوداګرو ته د مېوو په موسم کې ستونزې پېښوي او د لارې د بندولو تر څنګ زیات محصول وضع کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې هره ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارې پاکستان او هندوستان ته له ۲ تر ۲،۵ زره ټنه مېوه صادرېدله.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : کندهاره,ولېږدول, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 210 تاريخ : شنبه 6 آبان 1396 ساعت: 15:31