په شبرغان کې لسګونه کيلو نشه يي توکي نيول شوي دي

ساخت وبلاگ

شبرغان (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه٩٦): د جوزجان پوليس د مزار- شبرغان په لويه لار د ٧٠ کيلوګرامه ترياکو او يو سراچه موټر د نيولو خبر ورکوي.

د دې ولايت د امنيې قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني وويل، نن ماسپښين يوه بجه پوليس د شبرغان- مزار پر لويه لار د ګزمې په حال کې وو چې پر يوه موټر او موټرسايکل د قاچاق شک کوي.

هغه زياته کړه: "پوليسو چې کله موټر تعقيباوه، موټر چلوونکى له پوليسو څخه واټن نيسي او په دې وخت کې پوليس پر موټر او موټرسايکل د درېدو لپاره ډزې کوي."

د ده په وينا، د پوليسو او سراچې موټر ترمنځ د واټن د زياتوالي له امله، يوه مرمۍ پر موټر لګېدلې، موټر چلوونکى او موټر سايکل سپور له سيمې څخه تښتېدلي او موټر يې د پوليسو لاس ته ورغلى دى.

دى وايي: "شک نشته چې دغه توکي د دولت د مخالفينو له خوا قاچاق کېږي او دوى له دې لارې ډېره ګټه ترلاسه کوي؛ که دغه توکي يې د پام وړ ځاى ته رسېدلي واى، له پيسو څخه يې په دغه سيمه کې د جګړې په ډېرېدو کې ګټه اخيستل کېده."

هغه زياتوي، کشفي ځواکونو په دوو وروستيو کلونو کې ډېره اندازه نشه يي توکي نيولي چې ډېر ژر به د ګومارلي پلاوي پر وړاندې له منځه يوړل شي؛ خو ويې نه ويل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې د مديريت په ډيپوګانو کې څومره نشه يي توکي شته دي.

دا په داسې حال کې ده چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو دوې مياشتې وړاندې د شبرغان له دشت ليلې سيمې څخه هم ٩٠٠کيلوګرامه ترياک او يو موټر نيولي وو.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 205 تاريخ : سه شنبه 2 آبان 1396 ساعت: 6:51