په هېواد کې د سولې بهير د پياوړتيا لپاره د مدني ټولنو غوښتنې اعلان شوې

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ  نېټه ٩٦): د سولې بهير د پياوړتيا په برخه کې د هېواد له مختلفو سيمو څخه د٤٠ مدني بنسټونو غوښتنې راټولې شوې او ټاکل شوې ده چې حکومت او د سولې عالي شورا ته وسپارل شي.

د کليد رسنيو ډلې مشرې نجيبې ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه غوښتنې د هغو ګرديو مېزونو په بهير کې راټولې شوې چې د روان کال د وري مياشتې له لومړنيو څخه د وږي مياشتې تر پايه په کابل، بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار ولايتونو کې ترسره شوي دي.

د نوموړې په وينا، دغه پروګرام چې د کليد د رسنيو ډلې له خوا عملي شوى، د ٤٠مدني بنسټونو شاوخوا ٣٠٠ غړو د سولې پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه بحث او د نظر تبادله کړې او په دې لار کې د شته ډېرو ننګونو په نښه کولو سره يې، د دغو خنډونو د لرې کولو لپاره خپل وړانديزونه بيان کړي دي.

مېرمن ايوبي وويل، ګډونوالو د سولې د عالي شورا په کړنو کې کمزورتيا، د اداري فساد دودېدل، وزګارتيا، سيمه ييزې لانجې او د رسنيو له لورې د منفي مسايلو انعکاس، د سولې د خونديتوب په برخه کې شته ننګونې بللې دي.

د کليد د رسنيو ډلې مشره وايي، د دغو غونډو موندنې راټولې شوې او د تعقيب لپاره به حکومت او د سولې عالي شورا ته وسپارل شي.

د سولې د عالي شورا مرسيتالې حبيبې سرابي په دغه غونډه کې چې نن په کابل کې د دغو موندنو د وړاندې کولو په اړه جوړه شوې وه، وويل چې د سولې عالي شورا پرېکړه کړې چې د سولې د بهير پر وړاندې شته ننګونې د خلکو او دغه راز له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو د پياوړتيا له لارې حل کړي.

نوموړې وويل: "کله چې د ستونزې په اړه قضاوت ونه شي، هېڅکله به نتيجې ته ونه رسېږو، د خلکو په منځ کې يوه اصطلاح ده چې وايي "وینه په وينه نه مينځل کېږي"؛ بايد داسې لارې چارې ولټوو چې نور وينې تويې نه شي."

هغې پر "سياسي سولې" د "ټولنيزې سولې" پر ارزښت په ټينګار سره وويل: "که ټولنيزه سوله رامنځ ته نه شي، سياسي سوله تلپاتې کېداى نه شي او په دې برخه کې د مېرمنو او ځوانانو رول ډېر اغېزمن دى."

د ولسي جرګې غړې نيلوفر ابراهيمي هم وويل: "موږ اړتيا لرو چې د ولسواليو په کچه د ولسي خبرو اترو لړۍ پيل کړو، څو چې د سولې د عالي شورا له خوا  له ارګ څخه د سولې بحث انتقال نه شي، دايمي سوله به رامنځ ته نه شي."

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل هم چې په دغه غونډه کې يې ګډون درلود، وويل چې په هېواد کې د سولې د نه خونديتوب يو ستر لامل "قومي تبعيض دى" او بايد د لرې کولو لپاره يې په جدي توګه کار وشي.

هغه په ورته وخت کې وويل، په دې لړ کې د ديني عالمانو کړنې کمزورې دي او ديني عالمانو په ټولنه کې د شته تاوتريخولي او سخت دريځۍ د کمولو په اړه سم کار نه دى کړى.

کړوخېل زياته کړه: "دیني عالمان بايد په ټولنه کې د بانفوذه کسانو په توګه، ځوانانو ته د سولې راوستلو لپاره ذهنيت ورکړي او هغوى پوه کړي چې له جګړې څخه له ورانۍ پرته بل څه نه ترلاسه کېږي."

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : پياوړتيا, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 173 تاريخ : سه شنبه 2 آبان 1396 ساعت: 6:51