له ملګرو ملتونو افغانستان کې د سولې لپاره د رښتينو هلوځلو غوښتنه وشوه

ساخت وبلاگ

مهترلام (پژواک، ۳۰ تله ۹۶): د لغمان ولايت سلګونو ورزشکارانو له ملګري ملتونو غوښتنه وکړه، چې افغانستان کې د سولې لپاره رښتینې هلې ځلې وکړي.

د سولې او ژوند لپاره د ورزشکارانو او ځوانانو زر کسیز کمپاین په ترڅ کې د لغمان زرو تنو ورزشکارانو هغه لویه ټوټه چې پورته متن په کې لیکل شوی و، د زرو کسانو له لاسلیکونو وروسته لغمان والي عبدالجبار نعیمي ته وسپارله او غوښتنه یې ترې وکړه، څو د دوی دغه پیغام په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپاري.

دغه ورزشکاران او ځوانان چې نن د اولمپیک امریت اړوند د بېلا بېلو سپورټي لوبو لپاره په جوړ شوي جمنازیوم کې راټول شوي وو، په ملګرو ملتونو یې غږ وکړ، چې په افغانستان کې دې د سولې او امن د ټینګښت لپاره رښتینې هلې ځلې وکړي او نور دې د افغانانو وینو تویولو ته د پای ټکی کېښودل شي.

د سولې او ژوند لپاره د ورزشکارانو او ځوانانو زر کسیز کمپاین په ترڅ کې د غونډې ګډونوالو ورزشکارانو په مخالفو وسله والو هم غږ وکړ، چې د بې ګناه انسانانو له وژلو او د وطن له بربادۍ دې لاس واخلي، سوله دې وکړي او د یوه اباد، پرمختللي او په ځان بسیا افغانستان لپاره دې له اوسني نظام سره یو ځای ګډ کار وکړي.

دغو ورزشکارانو له ځانه سره (موږ سوله غواړو، موږ هم د نړۍ د نورو انسانانو په شان په امن کې ژوند غواړو، موږ مه وژنئ) او دې ورته نور شعارونه هم له ځانه سره لېږدول.

په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو پر مهال ورزشکارانو ته وویل: "د کوم پیغام د ورکولو لپاره چې نن تاسې راټول شوي یاست، په حقیقت کې نن یو ځلې بیا تاسې دا ثابته کړه چې تاسې سوله خوښي او امن غوښتونکي انسانان یاست او دا نوښت مو د ستایلو دی."

ده زیاته کړه، د هېواد روانو حالاتو ته په کتو دا د هر افغان حق دی چې د سولې او امن لپاره داسې غږ پورته کړي او له دغو بدبختیو خپل ګران هېواد افغانستان وژغوري.

د هغه په وينا، سوله زموږ ارمان او ژوند زموږ حق دی، هغه ځناور چې هره ورځ دلته د سلګونو بې ګناه انسانانو د ارمانونو کډې باروي او د ژوند حق ور څخه اخلي، په هغوی يې غږ دی څو له دغو ناروا کړنو لاس په سر شي.

په غونډه کې د افغانستان د بدني روزنې د عمومي ریاست مرستیال ډاکتر میرویس بهاوي او د لغمان د بدني روزنې امر استاد بادام ګل ملتزم هم په خپلو خبرو کې وویل چې د دوی نننۍ راټولېدنه په همدې موخه ده، څو له یوې خوا ملګري ملتونه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو، د امن د ټینګښت او د پایدارې سولې په برخه کې رښتینې او واقعي هڅې او تلاشونه وکړي او له بلې خوا وسله وال مخالفین هم نور د بې ګناه انسانانو د وینو له تویولو لاسونه واخلي.

د یادونې ده چې په دغه جوړه شوې غونډه کې د یو شمېر ورزشکارانو د تقدیر تر څنګ بېلا بېلې سپورټي نندارې هم تر سره شوې.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : افغانستان, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 200 تاريخ : دوشنبه 1 آبان 1396 ساعت: 2:50