ولسمشر د پکتیا د امنیت ټينګښت لپاره ځانګړې لارښوونې کړي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٦): ولسمشر غني د ۲۰۳ تندر قول اردو په جومات کې د پکتیا مشرانو او د قربانيانو له ورثې سره د وروستیو وژل شوو کسانو روح ته د دعا او د فاتحې مراسمو کې ګډون وکړ.

تېره اوونۍ (د تلې په ٢٥مه) د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ د طالبانو له خوا ډله ييز بريد وشو، چې د امنيتي ځواکونو په ګډون په کې ٤١ کسان ووژل شول او تر ٢٢٧ نور ټپيان دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د تلې په ٣٠مه د کابينې د ځينو غړو په ملتيا پکتيا ته په سفر کې د دغه ولايت له امنيتي مسوولينو او د وروستيو امنيتي پېښو له اغېزمنو کورنيو سره وليدل.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د فاتحې د مراسمو ټولو ګډونوالو د خدای تعالی په دربار کې قربانيانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ښې روغتیا او د دوی کورنیو ته د جمیل صبر دعا وکړه او د یادې تروریستي پېښې له امله یې د پکتیا مشرانو او د وژل شوو کسانو کورنیو ته تسلیت ووایه.

نیازمحمد حقجو د دې کورنیو په استازیتوب جمهور رئیس او ورسره لوړپوړي دولتي پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د هغوی له غمشریکۍ څخه مننه وکړه.

هغه وړاندیز وکړ چې د ګردېز پر امنیه قوماندانۍ شوی ترهګريز برید دې په هر اړخېزه توګه وڅېړل شي او د قربانيانو کورنیو ته دې د استوګنې لپاره ځمکه ورکړل شي.

ولسمشر غني د وروستیو تروریستي پېښو له امله ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول پکتیاوالو ته تسلیت ووایه او زیاته یې کړه، څنګه چې پکتیاوالو تل له هېوادوالو سره غمشریکي کړې، نو نن د پکتیا پر غم هم ټول هېوادوال غمجن دي او له تاسو سره ځان شریک بولي.

ده وویل، نن به د وروستۍ تروریستي پېښې د وژل شوو کسانو او ټپیانو کورنیو ته د مرستې یوه بسته ورکړل شي او په نږدې راتلونکي کې به د قربانيانو مستحقو کورنیو ته ځمکې ووېشل شي او د راتلونکي کال بوديجه کې هم د هغوى کورنیو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

د هغه په وينا، د وژل شوو کسانو کورنیو ته د رسیدګي موضوع دى په خپله هره اوونۍ له مسوولینو سره تعقیبوي، ځکه چې دوى د قربانيانو د سرښندنو پوروړي دي او د دوی کورنیو ته رسیدګي د دوى له مسوولیتونو څخه ده.

نوموړي څرګنده کړه، د افغانستان دښمنانو که زموږ یو شمېر هېوادوال او زړور امنیتي سرتېري ووژل، نو دوی په حقیقت کې سیاسي ځانوژنه هم وکړه او لویه پکتیا په یوه غږ ورته وایي، چې نه مو منو، ځکه ستاسو کړنې نه د مسلمان دي او نه هم د انسان.

دى وايي، د پکتیا او ګردېز ښار د امنیت د تامین لپاره مې ځانګړې لارښوونې کړي، مګر په دې برخه کې د ولس ونډه او رول خاص ارزښت لري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : لارښوونې, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 179 تاريخ : دوشنبه 1 آبان 1396 ساعت: 2:50