د اندړو ولسوال ټپي شو

ساخت وبلاگ

غزني ښار (پژواک، ٢٧ تله ٩٦): د غزني د اندړو ولسوال وايي، په دې ولسوالۍ کې حالت خرابه دى او په جګړه کې دى ټپي شوى دى.

د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسي وال نن ماښام مهال ٧ بجې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې جګړې بيا زور نيولى دى.

دى زياتوي: "هیڅ مرسته نه ده راغلې، طیارې یو بم واچاوه، بیا مې په سترګو نه ده لیدلې، ټپیان به له ټپونو مړه شي. زه ټپي شوم، ملګري مې ټپیان دي، حالت خراب دى، لارې بندې دي، طالبان ولسوالۍ ته نږدې کېږي."

د هغه په وينا، طالبان د ولسوالۍ ٥٠ مترۍ ته ور رسېدلې او پر دوى د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي؛ که مرسته ور ونه رسېږي، ولسوالۍ به سقوط وکړي.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې له تېرو دوو ورځو راهيسې جګړه روانه ده او تردې مهاله په کې ٢٧ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان دي.

تردې مخکې د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان ويلي و، چې سيمې ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي او ډېر ژر به حالات کنټرول کړي.

خو د اندړو ولسوال نن غرمه مهال هم پژواک ته ويلي و: ((دلته حالات خراب دي، چارواکي دروغ وايي که مرسته ونه رسېږي ولسوالۍ سقوط کوي.))

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 242 تاريخ : جمعه 28 مهر 1396 ساعت: 4:25