په ننګرهار د شپږو کرنيزې پروژو چارې پيل شوې

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ۱۹ تله ۹۶):  ننګرهار کې د کرنې وزارت له لوري د بڼوالۍ پروګرام د پياوړتيا په موخه د ۱۶ ميليونه افغانيو په ارزښت د شپږو ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې.

دا ودانۍ د جلال اباد ښار د کلېکسون په تحقيقاتي فارم کې جوړېږي چې د کرنيزو تحقيقاتو لپاره په کې بېلابېل امکانات هم په نظر کې نيول شوي دي.

د ودانيو د بنسټ ډبره د تلې په ۱۹مه د ننګرهار والي، د کرنې د رييس او يو شمېر نورو مسوولينو له لوري کېښودل شوه او دا پروژې يې په دغه ولايت کې د کرنيزو خدماتو د پراختيا لپاره يو ګټور ګام ياد کړ.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفېع الله رحيمزي د يادو پروژو د پرانيستې پر مهال وويل، د تحقيقاتي فارم په انګړ کې د شپږو ودانيو لپاره د کرنې وزارت د انکشافي بوديجې ۱۶ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

دی وايي چې په يادو پروژو کې د اداري ودانۍ، د عراده جاتو پارکينګ، د ميخانيک ورکشاپ او ودانۍ، د ويالو او سړکونو اساسي رغونه، د زوړ تعمير بيارغونه او د ساتونکي خونې جوړول شامل دي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يادو پروژو د چارو پيل په دغه ولايت کې د کرنيزې پراختيا په لار کې مثبت ګام ياد کړ او يادونه يې وکړه چې دا فارم به د باغونو په پراختیا کې ډېره مرسته وکړي.

نوموړي د ياد مرکز د ګټو په تړاو دا هم وويل، چې دا مرکز به وکولای شي، ننګرهار کې د باغدارۍ لپاره ښه زمينه برابره کړي، مسلکي باغونه ايجاد کړي او باغداري د مسلکيتوب خواته يوسي.

والي زياته کړه: ((که په لرو پرتو ولسواليو او په ځانګړي توګه د سپين غر په لمنو کې د مېوو باغونه ورغول شي، نو هم به ورسره د سيمې امنيت ښه شي، هم به ورسره د بزګرو اقتصاد ښه شي او هم به مو د ميوو حاصلات ډير شي.))

د ولايتي شورا وکيل اسرارالله مراد وويل، ننګرهار يو کرنيز ولايت دی او په دې برخه کې هر ګام پورته کول د کروندګرو د اقتصاد د پياوړتيا او د کرنې د پرمختګ سبب ګرځي.

دی وايي، ننګرهار کې ځکه کوکنار زيات کرل کېږي چې په دغه ولايت کې کروندګرو سره لازمې مرستې نه کېږي او که چېرې ورته د باغونو، اصلاح شوو تخمونو او نورو مرستو زمينه برابره شي؛ نو د کوکنارو د کښت مخنيوی به هم وشي او هم به ورسره د خلکو اقتصاد ښه شي.

د يادولو ده، تر دې وړاندې هم د ننګرهار تحقيقاتي فارم فعال و خو د ودانۍ امکاناتو د کموالي له امله يې ډير فعاليتونه نه ترسره کول.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : ننګرهار, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 253 تاريخ : پنجشنبه 20 مهر 1396 ساعت: 9:03