کاپیسا او خوست کې دوه کسان وژل شوي

ساخت وبلاگ

محمودراقي- خوست (پژواک، ١٣ تله ٩٦): ناپېژاندو کسانو د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ د يوه پخواني ولسوال لمسی په  مرموز ډول وژلى، بلخوا په خوست د ملي امنيت يو کارکوونکى هم وژل شوى دى.

د تګاب ولسوالۍ د انارجوى سيمې اوسېدونکي ارش د تلې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژنده وسله والو تېره ورځ د تګاب د پخواني ولسوال عبدالقدوس ساپي لمسى ابوبکر، لومړى تښتولی او بيا يې وژلى دى.

هغه وايي: «د انارجوی کلي ته یې د مېلمستیا په هدف کورنۍ راغلې وه چې له مېلمستیا څخه څو ساعته وروسته هلک لا درکه شو. کورنۍ غړو یې اعلانونه وکړل کلي يې ولټول خو نن سهار يې په خپل باغ کې په یوې وړې څاه کې مړی وموندل شو.»

د هغه په وينا، د ماشوم پر ځان ټپونه هم ښکاري او داسې معلومېږي چې ماشوم زندۍ شوى دی.

د اړوندې موضوع په اړه د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي پژواک ته وويل چې دغه ماشوم د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې سيمه کې وژل شوى دى.

هغه وويل چې د دې پېښې د عاملينو په اړه تر اوسه له چا سره معلومات نشته دي.

دغه راز تېر ماښام په خوست ښار کې چاودنه شوې ده.

په خوست کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې د ملي امنيت يو کارکوونکی وژل شوى دى.

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ګل محمد الدين منګل هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې له يادې پېښې دوى ته يواځې د يو جسد ور وړل شوى دى.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 227 تاريخ : جمعه 14 مهر 1396 ساعت: 9:16