جلال اباد (پژواک، ۹ تله ۹۶): د عامه نظم پوليسو د عمومي قوماندانۍ مرستيال مل پاسوال سيداغا ثاقب وايي چې ټول پرسونل يې په عصري وسايلو مجهز شوى او د هېواد په هر ګوټ کې د وسله والو مقابلې ته بشپړ چمتوالی لري.
نوموړي دا څرګندونې د تلې په ٩مه د نورستان په وانټ وايګل ولسوالۍ کې د عامه نظم پوليسو له قرارګاه څخه د لېدنې پرمهال وکړې او خپلو سرتېرو ته يې د وسله والو د بريدونو پرمهال د ملاتړو ځواکونو د استولو ډاډ ورکړ.
له جنرال ثاقب سره د دغې ليدنې پرمهال په ختيځ کې د عامه نظم د لوا قوماندان مل پاسوال نصير احمد ساپي هم ملتيا کوله او د هغو سرتېرو ستاينه يې وکړه چې پر وانټ وايګل ولسوالۍ د طالبانو د ډله ييز بريد پرمهال يې وړتيا ښوودلې وه.
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې سلګونه وسله والو د نورستان پر وانټ وايګل ډله ييز بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو د مقاومت له امله وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه .
په ختيځ کې د عامه نظم پوليسو د لوا قوماندان مل پاسوال نصيراحمد ساپي په يادې ولسوالۍ کې خبريالانو سره د خبرو پرمهال وويل، چې له سفر څخه يې موخه د وانټ وايګل د تېرې جګړې پرمهال د هغو سرتېرو ستاينه ده چې وړتيا يې ښودلې وه.
هغه وويل، د وانټ وايګل وروستۍ جګړه چې د زمري په ۴مه شوې وه ، د عامه نظم پوليسو په کې فعاله برخه اخيستې وه او تر ډېره جګړه همدوی مهار کړې وه.
دی وايي، اوس په دغه ولسوالۍ کې وسله والو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او له نښان ويشتونکو وسلو ګټه پورته کوي.
خو هغه ډاډ ورکړ چې خپل سرتېري يې په زرهې واسکټونو او خولو سمبال کړي او د هغوی د بريدونو وېره ورسره نشته.
په همدې حال کې د عامه نظم پوليسو د عمومي قوماندانۍ مرستيال مل پاسوال سيداغا ثاقب وايي چې ټول پرسونل يې په عصري وسايلو مجهز شوى او د هېواد په هر ګوټ کې د وسله والو مقابلې ته بشپړ چمتوالی لري.
دی زياتوي، وروسته له هغه چې وسله والو په وانټ وايګل ډله ييز بريد وکړ، دوی خپل سرتېري ښه مجهز کړي او د دښمن مقابلې ته بشپړ چمتوالی لري.
د نوموړي په وينا، نه يوازې په وانټ وايګل ، بلکې په ټول هېواد کې يې د عامه نظم پوليس مجهز کړي او لا هم په دغه برخه کې هلې ځلې روانې دي.
د يادولو ده چې د ياد سفر پرمهال د عامه نظم پوليسو دغو مسوولينو د وانټ وايګل ولسوالۍ يو شمېر د عامه نظم پوليسو ته ستايلينکونه هم ورکړل او دغه راز يې په نغدي مکافاتو ونازول.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : امکاناتو, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 221 تاريخ : يکشنبه 9 مهر 1396 ساعت: 19:24