طالبانو په المار کې تر شلو ډېرې پوستې نيولې دي

ساخت وبلاگ

ميمنه (پژواک، ٣٠ وږى ٩٦): د فارياب چارواکي وايي چې طالبانو د دغه ولايت په المار ولسوالۍ کې تر ٢٠ ډېرې پوستې نيولې او ٧ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د فارياب د ولايتي شورا غړي عبدالمنان قاطع پژواک خبري اژانس ته وويل، طالبانو پرون د المار ولسوالۍ په "ابګردان"سيمه کې له څو لورو پر امنيتي ځواکونو بريدونه پيل کړل، بالاخره پرون ماښام يې د امنيتي ځواکونو جبهه يي کرښې ماتې کړې او پر ابګردان سربېره يې "جغت قشلاق، يکه خانه، ايتي اورق، صرفعلي، دېوانه خانه، قره تنه، اخندبابا، قليچليک، نوغيلي بالا" سيمې يې ونيولې او د ولسوالۍ تر ٥٠٠ مترۍ پورې ورسېدل.

هغه زياته کړه چې د يادو سيمو تر سقوط وروسته تر شلو ډېرې پوستې او يوه  اندازه وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي، په جګړه کې دوه سرتېري وژل شوي، يو بل سرتېرى هم تر نيول کېدو وروسته پر ډزو وژل شوى او ٦ نور يې ژوندي بيولي دي.

هغه زياته کړه، اوسمهال د ولسوالۍ ودانۍ، بازار او د المار په شمال او شمال ختيځ کې اووه کلي د دولت او ولسي پاڅون والو په کنټرول کې دي او د ولسوالۍ پاتې له ٨٠ سلنه ډېره خاوره د مخالفينو په کنټرول کې ده.

د ولايتي شورا دغه غړي د دولتي ځواکونو سنګرونو او سيمو د سقوط لامل د حکومت نه پاملرنه وبلله او زياته يې کړه: "له دوو کلونو ډېر وخت کېږي چې د المار ولسوالۍ په بد وضعيت او تر ګواښ لاندې قرار لري، لسګونه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، سيمې پرله پسې توګه د دولت له کنټروله وځي، هر څو چيغې  مې  چې  وکړې، پاملرنه ونه شوه."

نوموړي خبردارى ورکړ که چېرې مرکزي او سيمه ييز حکومت اداره د فارياب امنيت ته پام ونه کړي، انساني غميزه به رامنځته شي.

په ورته وخت کې د عامه ساتنې قوماندان شېرمحمد چې د سقوط شوو سيمو مسووليت يې پر غاړه درلود، وايي چې د چارواکو د نه پاملرنې، د قوماندان عزت الله له خوا پر دوو پوستو د معاملې او د فارياب د ملي امنيت  پر رييس د بريد له امله چې سيمې ته راغلى و، د سرتېرو مورال کمزورى کړ، بالاخره پرون شپه لس بجې له ٣٠ ډېرو پوستو سقوط وکړ، ٧ سرتېري ووژل شول، لسګونه نور لادرکه دي، دوه رينجر موټر، يو هاوان، يوه دهشکه او څو موټرسايکلونه د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

هغه وويل: "د عامه ساتنې قطعې له ٢١٠ کسيز تشکيل څخه، ٧٣ يې په جګړو کې وژل شوي دي، هر څومره چيغې مې چې وکړې، پر وخت پاملرنه ونه شوه، پاتې سرتېري ستړي شول او سيمه يې پرېښوده."

د فارياب ولايت د مطبوعاتو دفتر په دې اړه رسنيو ته څه نه وايي، خو د المار د پوستو او سيمو د سقوط په اړه یې په خپله فېسبوک پاڼه کې ويلي چې د المار د ابګردان بند سيمې د يوې دسيسې له مخې سقوط کړى.

سرچينې زياته کړې چې اوسمهال سيمې ته پوره ځواکونه استول شوي چې امنيتي ځواکونو څلور پوستې بېرته نيولې دي.

د المار بند ابګردان د ولسوالۍ د مرکز په لس کيلومترۍ کې موقعيت لري، د دغه بند د جوړېدو کار  تړون ٧ کاله پخوا د ٥٣ ميليونه ډالرو په لګښت سره له دوو کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره وشو، تر اوسه يې ٥ سلنه کار نه و شوى چې قراردادي شرکتونه د مشرانو جرګې د استول شوي پلاوي له خوا د ميليونونو ډالرو پر غلا تورن شول او تړون لغوه شو.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : طالبانو,المار,پوستې,نيولې, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 291 تاريخ : جمعه 31 شهريور 1396 ساعت: 8:42