مزارشریف کې ځیني فلم جوړوونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي

ساخت وبلاگ

مزارشريف (پژواک، ٢١ وږی ۹۶): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر هنرمندان وايي چې د فلم جوړونې په برخه کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، حکومت بايد دوى ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په دغه ولايت کې له خپلمنځي جګړو وړاندې دوو سينماګانو فعاليت درلود چې اوس نشته دي.

د دغه ولايت هنرمندان وايي چې د مالي او تخنيکي اسانتياوو نشتوالي يې د فلم جوړونې هنر پيکه کړی دی.

دوی دغه راز په تلوېزيونونو کې د بهرنيو سريالونو خپرېدل د افغاني فلمونو د کتو پر وړاندې ستر خنډ بولي چې له امله يې ډېری جوړ شوي فلمونه بېرته خپل لګښت هم نه شي پوره کولی.

شبنم د مزارشريف ښار اوسېدونکې ده. نوموړې له تېرې يوې لسيزې په فلمونو کې د لوبغاړې په توګه کار کوي.

هغې پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې حکومت د هنرمندانو د تشويق او د چارو د ملاتړ په برخه کې هېڅ هم نه کوي.

نوموړې چې سينما ته د خپل راتګ په سفر يې خبرې کولې، زياته کړه چې په ډېرو ستونزو د سينما پردې ته راغلې او لا هم له ستونزو سره مخ ده.

د هغې په وينا، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله له هنر او سينما سره د خلکو په چلند او درک کې خورا توپير راغلی خو لا هم هنرمندانو ته هغه اسانتياوې نه دي برابرې شوې چې د پرمختګ لامل يې شي.

شبنم وايي، که څه هم په مزارشريف ښار کې په لسګونو لنډو هنري فلمونو کې يې کار کړی خو تر دې دمه ورته داسې کوم وړانديز نه دی شوی چې د دې ژوند کې مهم بدلون راولي.

هغې هنر او سينما د پيغام رسونې او د ټولنيز بدلون لپاره مهم وسايل وګڼل او له همدې امله يې له دولت څخه د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

محمود سخي چې د کابل ملي ټلوېزيون له پخوانيو سندرغاړو پژواک ته وويل چې له تېرو څو کلونو يې د افغان فلم کمپنۍ په مرسته فلم کې کار کولو ته لاره پيدا کړې ده.

نوموړي د فلم جوړونې او نندارې ته وړاندې کېدو په تړاو پژواک ته وويل چې په مزارشريف ښار کې د فلم جوړونې او په فلم کې د کار کولو له اړخه ښه هنرمندان شته خو د اقتصادي ستونزو له امله پرمختګ نه شي کولی.

د هغه په وينا، که چېرې دولت او ملي سوداګر دې اړخ ته پاملرنه وکړي نو لرې نه ده چې نه يوازې په مزارشريف ښار، بلکې په ټول هېواد کې دغه هنر وده وکړي.

جمشيد جهانور له تېرو لسو کلونو په مزارشريف ښار کې د فلم جوړونې او په فلم کې د کار کولو په برخه کې کار کوي.

نوموړي په لسګونو فلمونو کې کار کړي او تر دې دمه يې درې فلمونه په خپل لګښت جوړ کړي او بازار ته يې وړاندې کړي دي.

جمشيد هم له پژواک سره په خبرو کې د فلم او تياتر په برخه کې اقتصادي ستونزې تر ټولو جدي وبللې.

نوموړې همداراز په تلويزيونو کې د بهرنيو ډرامو خپرېدل هم د افغاني فلمونو د کتو پر وړاندې ستر خنډ وباله.

د هغه په وينا، په مزارشريف ښار کې يو مهال دوه سينماګانې وې چې اوس يوه نشته چې د فلم له جوړېدو وروسته د نندارې وړاندې کېدو په برخه کې يې جدي ستونزو سره مخ دي.

جهانور وويل: ((موږ په ډېره سخته او اقتصادي ستونزو فلم جوړ کړو، خو بازار ته له وړاندې کېدو وروسته خپل لګښت هم نه شي پوره کولی.))

نوموړي زياته کړه چې لا هم په افغانستان کې د فلم جوړونې هنر په احساساتو او مينې پالل کېږي، هنرمندان له اقتصادي اړخه پياوړي شوي نه دي چې دغه هنر ته سوداګريز ارزښت ورکړای شي.

هغه په همدې برخه کې له دولت څخه د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

بلخوا د بلخ اطلاعاتو فرهنګ رياست د هنر عمومي مدير محمد صادق سرمست زاده بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وروستيو کلونو کې په مزارشريف ښار کې هنري پرمختګ زيات شوی دی.

نوموړي په مزارشريف ښار کې د هنر او فلم په برخه کې يواځېنۍ ستونزه د سينما نشتوالی وښود.

خو ژمنه يې وکړه چې ډېر ژر په مزارشريف ښار کې د اطلاعات او فرهنګ رياست له خوا د سينما جوړېدو چارې پيل شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : مزارشریف,ځیني,جوړوونکي,اقتصادي,ستونزو, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 261 تاريخ : سه شنبه 21 شهريور 1396 ساعت: 15:05