په ننګرهار کې يو بل دیني عالم ووژل شو

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ۲۱ وږی ۹۶): د ننګرهار ولايت په بهسودو او چپرهار ولسوالیو کې روانه مياشت درې ديني عالمان وژل شوي چې دوه پېښې د داعش او طالب او يو بله د نا معلومو وسله والو له لوري رامنځته شوې دي.

تر ټولو وروستۍ پېښه يې د تېرې شپې ده چې په چپرهار ولسوالۍ کې داعش وسله والو يو ۷۰ کلن ديني عالم  په جومات کې پر ډزو وژلی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل چې داعش وسله والو تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د چپرهار ولسوالۍ په کنډي باغ سيمه کې د عبدالرحمن په نوم يو ۷۰ کلن ديني عالم په جومات کې پر ډزو وژلی دی.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، ياد ديني عالم د کنډي باغ په يو جومات کې د ملا امام په توګه دنده سرته رسوله او د شپې له خوا په ياد جومات کې ويده کېده.

تر دې پېښې څلور شپې وړاندې هم د همدې ولسوالۍ په ډاګو سيمه کې يو ديني عالم نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی و.

د ننګرهار د والي وياند وايي، یاد دیني عالم چې د ډاګو په جومات کې ملا امام و، د وږي په ۱۷مه د ماخوستن لمانځه ادا کولو په موخه جومات ته روان و چې جومات ته څېرمه د نا څرګندو کسانو له لوري پر ډزو سره وژل شوی دی .

د روانې وږي مياشتې د پيل په ورځو کې هم وسله والو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې يو ديني عالم وژلی و چې دولتي مقاماتو دغه پېښه د طالبانو کار باله.

د ننګرهار د والي د وياند د معلوماتو پر بنسټ، د وږي په ۳مه د بهسودو ولسوالۍ په سراچې علي خان سیمه کې د قاري احمد الله په نوم یو دیني عالم، چې د همدغې سيمې خطیب هم و، د ماخوستن د لمانځه له ادا کولو وروسته د موټرسایکل سپرو له لوري پر ډزو سره وژل شوی دی .

که څه هم د دغو پېښو تر شا د وسله والو طالبانو او داعش ډلې لاس لرل ياد شوي خو تر اوسه دغو ډلو په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی او نه يې هم په تړاو د دولت له لوري څوک نيول شوي دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : ننګرهار,دیني,عالم,ووژل, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 237 تاريخ : سه شنبه 21 شهريور 1396 ساعت: 15:05