د روغتيايي معلوماتو لومړنۍ ذخيره جوړه شوه

ساخت وبلاگ

 کابل(پژواک،٧وږى٩٦): د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې د پروګرامونو د څارنې او پرېکړې نيونې او سمې پلانونې لپاره د روغتيايي شمېرو څخه د غورې ګټې اخيستنې او انسجام په موخه، د روغتيايي معلوماتو لومړنى مخزن جوړه شو.

ددغه وزارت د معلوماتو له مخې، معلوماتي مخزن يو انټرنيتي سيستم دى چې د اړتيا وړ شمېرې او معلومات په کې زېرمه او د اړتيا په وخت کې يې د اړونده ادارو او خلکو په واک کې ورکوي.

سرچينې ليکلي چې له دې مخکې په روغتيايي سکتور کې شمېرې او معلومات نا منظم او د انټرنيټ له لارې د لاس رسي وړ نه و او ان د روغتيايي سکتور چارواکي نه توانېدل چې روغتيايي پلانونه  جوړ کړي.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز د دغه سيستم د پرانيستلو په مراسمو کې وويل چې د روغتيايي معلوماتو ذخيره نه يوازې معلوماتو ته لاس رسى زياتوي، بلکې له معلوماتو څخه ګټه اخيستنه، د رپوټونو جوړېدو په شان اسانتياوو له لارې د شمېرو تحليل او تفسير، د ګرافونو د شمېرو تحليل، نقشو او چارټونو کې  د پام وړ ښه والى رامنځ ته کوي.

 هغه دغه راز وويل چې د روغتيايي معلوماتو ذخيرې جوړېدل به د حساب ورکولو او روڼتيا رامنځ ته کېدو په لړ کې له دغه وزارت سره مرسته وکړي.

د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې د روغتيايي معلوماتو ذخيره به له حکومت او د روغتيايي پروګرامونو له تطبيق کوونکو سره مرسته وکړي چې د مرکز او ولسواليو په ګډون د هېواد په مختلفو سيمو کې د روغتيايي پروګرامونو د تطبيق او د دغو پروګرامونود کارولو څرنګوالى ارزيابي او وڅاري.

د عامې روغتيا وزير ويلي چې دغه وزارت د روغتتيايي خدمتونو په ډګر کې د نويو طريقو کارولو ته ژمن دى؛ څو په ټول هېواد کې کيفيت لرونکو روغتيايي خدمتونو ته د لاس رسي زمينه ډېره شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : روغتيايي,معلوماتو,لومړنۍ,ذخيره,جوړه, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 202 تاريخ : سه شنبه 7 شهريور 1396 ساعت: 23:47