ټرمپ: له افغانستانه ځواکونه نه باسو او نه پاکستان کې د ترهګرو پر پټنځایونو چوپ پاتې کېږو

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک،٣١ اسد ٩٦): د امريکا د نوې ستراتيژۍ له مخې دغه هېواد خپل پوځيان له افغانستان څخه نه باسي او ولسمشر يې وايي چې افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر به د افغانستان وضعيت ته په کتو وټاکل شي.

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ترامپ د افغانستان او سيمې لپاره خپله ستراتيژې نن اعلان کړه.

 ترامپ، وویل چې له افغانستان څخه په بيړه د امريکايي پوځيانو وتل تشه رامنځته کوي.

دى وايي که دغه تشه رامنځته شي نو د داعش او القاعدې ډلې به يې ډکه کړي او افغانستان کې به داسې څه به رامنځته شي لکه د ٢٠٠١ کال د سپتمبر له ١١ مې مخکې چې رامنځته شول.

دا په داسې حال کې ده چې په ياده ستراتيژۍ کې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو وتل هم د بحث له موضوعاتو څخه و.

ټرامپ وويل چې امريکا په ٢٠١١ کال کې په بيړه له عراق څخه خپل پوځيان وايستل او پايله يې دا شوه چې لاسته راوړنې يې د امريکا دښمنانو لاسته ولوېدې؛ خو دى به داسې تېروتنه ونه کړي.   

 ټرامپ د افغانستان له دولت څخه ملاتړ اعلان کړ او د افغان ځواکونو د پياوړي کولو غوښتنه يې وکړه.

د هغه په وينا، امريکا له افغان دولت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي خو د افغانستان د برخليک ټاکل د افغانانو په واک کې دي.

 خو هغه زياته کړه: "زموږ ژمنه نامحدوده نه ده او زموږ ملاتړ سپين لاسليک شوى چک هم نه دى."

 دا مهال افغانستان کې ٨٤٠٠ امريکايي پوځيان مېشت دي. د دغو پوځيانو ډېر يې د افغان ځواکونو په روزنه او هغوى ته په مشوره ورکولو بوخت دي.

د ټرامپ څرګندونې په داسې حال کې دي چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال نيکلسن مخکې افغانستان ته د ٤٠٠٠ نورو امريکايي پوځيانو استولوغوښتنه کړې وه.

د امريکا ولسمشر وويل، هېواد يې نه شي کولاى پاکستان کې د طالبانو په څېر ډلو د حضور په اړه چوپه خوله پاتې شي.

د هغه په وينا، امريکا پاکستان ته ميلياردونه ډالر په واک کې ورکړي، خو پاکستان داسې ډلو ته د امن فضا رامنځته کړې چې د تاوتريخوالي او بې نظمۍ عامل دي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل:"په افغانستان او پاکستان کې د امریکا اهداف معلوم دي، موږ باید د ترورېستانو هغه پټنځایونه له منځه یوسو چې د امریکا لپاره ګواښ دي، باید په پاکستان او نوره نړی کې د دې مخنیوی هم وکړو چې اتومي وسلې د ترورېستانو لاس ته و نه لویږي چې د امریکا خلاف یې وکاروي."

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : ټرمپ,افغانستانه,ځواکونه,باسو,پاکستان,ترهګرو,پټنځایونو,پاتې,کېږو, نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 263 تاريخ : سه شنبه 31 مرداد 1396 ساعت: 13:03