"راتلونکې څو ورځې به ورښتونه دوام ولري خو توپان ورسره نشته"

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٤): د هوا پېژندنې اداره وايي، د دې احتمال شته چې په راتلونکو ورځو کې د هېواد په کچه درانه ورښتونه او بارانونه وشي، خو د توپان وړاندوينه نه ده شوې.

 پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزارت مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په يوې رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې له لوېديځ، شمال لوېديځ او سويل لوېديځ څخه د باران څپې چې له ځانه سره باد هم لري، هېواد ته واردې شي او په ځينو ولايتونو کې به ډېر ورښتونه وشي.

 خبرپاڼې زياته کړې، چې پيل شوي وقفه يي ورښتونه به په ډېر احتمال سره د راتلونکې اونۍ تر شنبې ورځې پورې دوام ومومي.

 د هوا پېژندنې ادارې ويلي، خلک بايد د توپان په اړه اندېښنه ونه کړ، ځکه دغه ورښتونه له ځانه سره کوم توپان نه لري.

 يادې ادارې، طبيعي پېښو ته په ولايتونو کې د لاسرسي مشرانو له قوله ويلي چې اوسمهال د هېواد په پروان، کاپيسا، باميان، تخار، کندوز، بدخشان، کونړ، غزني، پکتيا، پکتيکا، خوست، اروزګان، کندهار، هلمند او غور ولايتونو کې بارانونه روان دي.

 دغه راز سرچينې څرګنده کړې، چې په پنجشېر، وردګ، لوګر او نورستان ولايتونو کې واوره وريږي.

 پر دې سربېره د هوا پېژندنې ادارې ويلي، چې په بغلان، دايکندي، لغمان، ننګرهار، زابل، نيمروز، فراه، بادغيس، هرات، سمنګان او جوزجان ولايتونو کې هوا ورېځ او سرپل، فارياب او بلخ ولايتونو کې بيا اسمان شين دى.

د يادې ادارې په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې په ځينو ولايتونو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال هم شته دى.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 331 تاريخ : چهارشنبه 26 اسفند 1394 ساعت: 21:23