د تخار پر یوه جومات د برید له امله ۱۴ لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

ساخت وبلاگ

 

تالقان (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٦): د تخار ولایت  د چاه اب ولسوالۍ په یوه جومات کې د وسله والو برید له امله، څه باندې ۱۴ لمونځ کوونکو ته مرګ ژوله اوښتې ده.

د تخار  د والي ویاند سنت الله تېمور پژواک خبري اژانس ته وايي چې نن شاوخوا یوه بجه د چاه اب بازار پر جامع جومات د وسله والو برید له امله ۳ کسان وژل شوي او له ۱۱ لمونځ کوونکي ژوبل شوي دي.

تېمور وايي چې د شپږو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی او په خبره یې چې کېدای شي د مړو شمېر تر دې هم لوړ شي.

نوموړی وايي ، دغه پېښه د جمعې لمونځ له تر سره کېدو مخکې، د قوماندان بشیر قانت او د یو شمېر نورو ځايي وسله والو ترمنځ د امام د ټاکنې پر سر رامنځته شوې ده.

دی وايي چې قوماندان بشیر قانت مخکې تر دې ددغه جومات امام مولوي نذرالله ته ویلي و چې جومات پرېږدي، خو هغه له دغه قوماندان سره خپل مخالفت ته دوام ورکاوه.

سره له دې چې اوس په سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ نښته روانه ده.

سنت الله تېمور وايي، سره له دې چې د دغې نښتې د کرارولو لپاره یې سیمې ته ځواکونه لېږلي، خو زیاتوي چې ډاډمن نه دی چې امنیتي ځواکونه دې وشي کولی نا مسووله وسله وال سمبال کړي.

په ورته وخت کې بیا قوماندان بشیر قانت پژواک خبري اژانس ته وايي چې وسله وال یې سیمې ته د مولوي محفوظ الله د مخالفت لپاره ورغلي وو چې ورباندې د مقابل لوري وسله وال ډزې کړې دي.

قانت وايي چې مولوي محفوظ الله تېره چهارشنبې د ده پر ضد د جهاد اعلان کړی وو.

نوموړی وايي چې د دواړو لوریو د ډزو په پایله کې د سیمې اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سیمې یو اوسېدونکي شکر الله پژواک خبري اژانس ته وايي چې مولوي نذرالله څو ورځې مخکې د قوماندان بشیر قانت پر ضد د جهاد اعلان کړی وو.

نوموړی وايي چې اوس هم یو شمېر لمونځ کوونکي په جومات کې کلا بند دي.

د تخار امنیتي چارواکي وايي، چاه اب ولسوالۍ کې د اخ و ډب د پای ته رسولو لپاره یې امنیتي غونډه را بللې چې ورته د حل لار ولټوي.

قوماندان بشیر قانت د حزب اسلامي قوماندان دی چې ډېر ځله په دغه ولسوالۍ کې د جمعیت ګوند له قومانانو سره په نښته بوخت وي.

د دغو ډلو ترمنځ له تېر یو کال راهیسې کله نا کله نښتې کېږي او تر اوسه له دې امله دواړو لوریو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې ده.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 255 تاريخ : جمعه 20 مرداد 1396 ساعت: 20:02