لاريون کوونکي: د پوليسو په ډزو کې مو دوه کليوال وژل شوي او شپږ ټپيان دي

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک ۱۹ زمری ۹۶): د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ثمرخېلو سيمې اوسېدونکي شکايت کوي، چې پوليسو يې کورونه وران کړي او دوه کسان يې وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.

دوی د زمري په ۱۹مه د شپږو ساعتونو لپاره په اعتراضيه شکل د جلال اباد – تورخم لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړلې وه او سلګونه موټر دواړو خواوو ته بند ولاړ وو.

قهرېدلو لاريون کوونکو ادعا کوله چې پوليسو يې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ثمرخېلو سيمه کې کورونه وران کړي او هم يې د ماشومانو په ګډون دوه کسان وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.

خو د ننګرهار ولايتي اداره وايي، دولتي ځواکونو په سيمه کې د غصب مخنيوي کمپاين ترسره کاوه، چې د سيمې خلکو ډزې کړي او هم يې د کاڼو ګوزارونه کړي دي.

لاريون کوونکو د جلال اباد ـ تورخم لويه لاره د ثمرخېلو په سيمه کې تړلې وه او ادعا يې کوله چې پوليسو پرې ډزې کړې دي.

دوی وايي، پوليسو د عملياتو په بهانه سيمه کلابنده کړې وه او وروسته يې لومړی کورونه چپه کړل او وروسته يې د خلکو د غبرګون له امله پر خلکو ډزې کړې دي.

د سيمې يوه قومي مشر او د لاريون ګډونوال ملک امان وويل، په ياده سيمه کې ټول هغه خلک اوسېږي، چې په ناامنه ولسواليو کې د وسله والو له وېرې راکډه شوي دي.

ده زياته کړه، دولت د دې پرځای چې په سيمو کې يې امنيت تامين کړي او يا دلته ورته سهولتونه رامنځته کړي، راغلي او د دوی کورونه یې وران کړي او هم يې پرې ډزې کړې دي.

د ملک ګل کريم په نوم د لاريون يوه بل ګډونوال وويل، حکومت بايد د دغې پېښې عاملين مجازات کړي او هم دې د دوی د شويو زيانونو بدله ورکړي.

دغه راز د لاريون يوه بل ګډونوال سيف الله عربزاده وويل، پوليسو د ډزو پرمهال او د کورونو د ړنګېدو پرمهال دوه کسان وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.

هغه وويل، مړه او ټپیان ټول روغتون ته انتقال شوي او کورونه لا هم ړنګ پراته دي.

لقمان چې له تېرو پنځلس کلونو راهيسې له مجبورې ورځې په ياده سيمه کې اوسېده، نن يې د دولتي ځواکونو له لوري کور په داسې حال کې ړنګ شوی چې دی په کور کې هم نه و.

هغه وويل: ((غريبۍ پسې وتلی وم چې بچو ته ډوډۍ وګټم؛ خو چې راغلم، زنانه مې بې ستره شوې وې او کور مې وران شوی و. چېرته لاړ شو، کلو کې مو داعش او طالب نه پرېږدي او دلته مو حکومت.))

خو په سيمه کې د لارې تړل کېدو له امله بند پاتې شويو مسافرو په لاريون کوونکو نيوکه کوله، چې ستونزه يې له حکومت سره رامنځته شوې او زور يې له عوامو وباسي.

د دغو مسافرو له ډلې عزيز شينواری وويل: ((کور مې په غني خېلو کې دی، هلته له مازيګر وروسته تګ نه کېږي، ځای پرځای وسله وال راوځي؛ خو دوی ظالمانو لاره بنده کړې او موږ يې په ستونزو کې مخ کړي يو.))

يو بل مسافر چې تورخم ته پر لاره و او له غرمې راهيسې په همدغه ځای کې بند پاتې شوی و، وويل چې لاريون کوونکو د خپلو ستونزو د حل په خاطر زرګونه خلک له ستونزو سره مخامخ کړي.

نوموړي زياته کړه: ((زنانه دواړو خواوو ته ولاړې دي، مريضانو ته لار نه ورکول کېږي، زاړه او ماشومان ټول يې په تکليف کړي دي؛ نو ظلم درباندې حکومت کړی، لاړ شئ د ولايت لاره بنده کړئ، د عوامو لار ولې بندوئ.))

بلخوا د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، د روداتو ولسوالۍ سرخ ديوال سيمه کې تلوار پمپ ته څېرمه د غصب مخنيوي کمیسيون غړو په غصب شوې ځمکه کې جوړې شوې احاطې او سنګ کارۍ ړنګې کړې دي.

هغه زياته کړه، د کار په جريان کې پرې غاصبينو ډزې کړي او هم يې د ډبرو ګوزارونه کړي؛ خو د غصب مخنيوي کميسون د دوی په مقابل کې کوم عکس العمل نه دی ښودلی او د غاصبينو په ډزو کې په خپله دوی ته تلفات اوښتي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د امنيه قوماندانۍ نظر هم له ځانه سره ولري؛ خو د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالجميل تُتمدره، چې د پېښې په ځای کې موجود و او هم د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسين مشرقيوال په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 224 تاريخ : جمعه 20 مرداد 1396 ساعت: 8:50