په ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه د استفادې په اړه د بحث په موخه غونډه جوړه شوه

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩٥): حکومت وايي، ټاکنو ته د چمتووالي د غونډو په لړ کې د پولیتخنیک پوهنتون د ټکنالوژۍ او برېښنایي تذکرو د وېش ادارې له متخصصینو سره په ارګ کې غونډه جوړه شوه.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه چې پژواک خبري اژانس ته هم را رسېدلې، راغلي، په دې غونډه کې چې نن مازیګر جوړه شوه، پر جمهور رئیس سربېره د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې وزیر، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبري، د جمهوري ریاست د دفتر عمومي رئیس، د برېښنایي تذکرو د وېش ادارې ځینو مسوولینو او د مرسته کوونکو هېوادونو استازو هم حضور درلود، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبري په ځانګړي ډول د دې بنسټ د وروستي کاري پرمختګ په اړه معلومات ورکړل.

سرچينه کاږي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبرۍ څرګنده کړه چې په راتلونکو ټاکنو کې له نوې ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کېږي او د دې بهیر د اسانتیا لپاره د برېښنایي تذکرو د وېش ادارې او پولیتخنیک پوهنتون استادانو سره مفصلې خبرې شوي او په دې برخه کې ښه ظرفیتونه موجود دي.

ګډونوالو په خپلو ویناوو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کاري پرمختګ وستایه او د دندو پر وېش یې ټینګار وکړ.

دغه راز زیاته شوه چې د برېښنایي تذکرو د وېش اداره او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې له شته ظرفیتونو او زیربناوو څخه موثره ګټه واخلي.

د غونډې ګډونوالو وویل، د ټاکنو د ترسره کولو نېټه ډېره مهمه ده او دقیق پلانونه باید ترتیب کړو چې شته فرصتونه ضایع نه شي.

ویناوالو په ګډه د ټاکنو د بهیر پر روڼتیا او د ټاکنو د بودجې پر لګښت ټینګار درلود.

په غونډه کې د ټاکنو د مالي سرچینو د تامین په اړه هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د مالیې وزارت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې له مرسته کوونکو هېوادونو سره د مالي سرچینو د تامین لپاره مذاکره وکړي.

ګډونوالو د کمېسیون د اړتیا وړ او لوژستیکي وسایلو د خریدارۍ بهیر پر رونټیا ټینګار وکړ.

د مرسته کوونکو هېوادونو استازو د افغانستان د ټاکنو د هراړخیر ملاتړ تر څنګ د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون کاري پرمختګ د قدر وړ وباله.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړى، چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې به د راتلونکي کال (١٣٩٧) د چنګاښ په ١٦مه، ترسره کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 227 تاريخ : پنجشنبه 29 تير 1396 ساعت: 1:51