د تخار د ولایتي شورا رییس له خپل دفتره زندان جوړ کړی

ساخت وبلاگ

تالقان (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٦): د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د ولایتي شورا رییس، له خپل دفتره زندان جوړ کړی، خلک ډبوي او بيا يې بندي کوي.

د تخار ولايت يو اوسېدونکى عزيز چې په تخار کې له حامد بختیار ساختماني شرکت سره کار کوي وايي چې څلور ساعته د تخار د ولایتي شورا رییس یعقوب نظري له لوري د هغه په دفتر کې بندي او ډبول شوی.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((یو کس چې د یعقوب نظري خپلوان وو، د دوی له شرکت سره څه دعوه لرله، کله چې زه او د شرکت رییس مجاهد د خپلې پروژې پاتې پيسو د تر لاسه کولو لپاره ددغه ولایت مستوفیت ته و لاړو، د ولایتي شورا رییس زوی هلته راغی او موږ یې د پلار دفتر ته بوتللو، ښه یې ووهلو او هماغلته یې بندي کړو.))

د حامد بختیار د شرکت رییس حاجي مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دی هم له عزیز سره یو ځای تر مازدیګره په ولایتي شورا دفتر او له هغه وروسته بیا د شپې تر یوولسو بجو پورې د ولایتي شورا رییس په کور کې بنديان وو.

مجاهد هم وايي چې د ولایتي شورا د رییس زوی حسیب الله له لوري تر مرګه پورې وهل شوی دی.

نوموړی وايي: ((د ولایتي شورا رییس زوی څلور بجې عزیز خلاص کړ خو زه یې کور ته بوتلم، زما کورنۍ ۱۱۹ د پولیسو شمېرې ته ټيلېفون کړی، د تخار پولیس د شپې یوولس بجې راغلل او زه یې درېیمې حوزې بوتلم.))

دغه کسان وايي چې ولایت، قوماندانۍ، څارنوالي او ټولو عدلي او قضايي ارګانونو ته یې عریضه کړې، خو تر اوسه د ولایتي شورا له رییس او د هغه له زویه چا پوښتنه نه ده کړې.

د تخار ولايتي شورا دفتر ته نږدې يوه دوکاندار چې د نوم له اخيستلو ډډه کوي وايي چې د تخار د ولایتي شورا رییس له دې وېرې چې پولیس یې زوی ونه نیسي، څلوېښت تنه نامسووله وسله وال د ولایتي شورا دفتر ته راوستي وو.

نوموړی وايي چې دغو وسله والو د ولایتي شورا عمومي واټ د ساعتونو لپاره د خلو په مخ  تړلی وو.

خو په ورته وخت کې بیا د تخار د ولایتي شورا رییس محمد یعقوب نظري له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې پر ځان او زوی یې پورې شوي تورونه ردوي.

نظري وايي چې دی او زوی یې څوک نه دي ډبولي او دی له نا مسووله وسله والو سره هم کوم تړاو نه لري.

نوموړی زياته کړه چې د تخار اړوندې ادارې باید په دې اړه څېړنه وکړي، دی حاضر دی چې ځواب ووايي.

د تخار د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر جهانګیر کرامت پژواک خبري اژانس ته وويل هغه کسان چې د ولایتي شورا د رییس د زوی له لوري وهل ډبول شوي هغوى ورته عريضه کړې ده.

کرامت وايي چې دوی د ولایتي شورا د رییس د زوی د نیولو امر کړی.

نوموړی وايي: ((ما دغه قضیه وڅېړله، موږ هڅه کوو چې تورن و نیسو، خو تر اوسه بریالي شوي نه يو.))

دی ولایتي شورا ته د یعقوب نظري له لوري د نا مسوولو سله والو راوستل مني، خو زیاتوي چې نوموړی دغه کسان د شخصي امنیت لپاره راوستي وو.

د امنیت امر وايي‌ چې د ولایتي شورا رییس چا پر مرګ ګواښلی و؛ ځکه نوموړی خپل دفتر ته وسله وال راوستي وو.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 247 تاريخ : يکشنبه 25 تير 1396 ساعت: 11:14