د کرکټ لوبغاړي شهزاد محمدي د سزا کمولو لپاره کمپاين پيل شوى

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٦): ګڼ شمېر افغانانو په ټولنيزو شبکو کې د کرکټ له نړيوالې شورا د افغان لوبغاړي محمد شهزاد د سزا ختمولو يا کمولو کمپاين پيل کړى دى.

څو مياشتې مخکې د کرکټ نړيوالې شورا له خوا د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې د لوبغاړي شهزاد محمد لابراتواري معاينات ترسره شول چې په پايله کې پر شهزاد د ممنوعه درملو خوړل ثابت شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړيواله شورا په نږدې ورځو کې پر شهزاد د جرم ثابتېدو په صورت کې د بنديز پرېکړه وشي چې ويل کېږي تر دوو کلونو پورې پرې بنديز لګېدلى شي.

بلخوا يو شمېر افغانانو  له تېرې ورځې راهيسې په ټولنيزو شبکو (ټويټر او فيسبوک) کې د شهزاد د سزا ختمولو او يا کمولو کمپاين پيل کړى دى.

دغه کمپاين د امريکا غږ اشنا راډيو کارکوونکي سپورتي خبريال جعفر هاند له خوا پيل شوى او دا لړۍ اوس تر سلګونو کسانو پورې غځېدلې ده.

جعفر پژواک اژانس ته وويل چې د کمپاين له پيلېدو سره سم سلګونو افغانانو او د افغانستان د کرکټ نورو مينه والو په دغه کمپاين کې برخه واخيسته.

هغه زياته کړه: ((ما وليدل زموږ غږ تر نړيوالې شورا رسېدلی او په ټويټر کې د ((شهزاد وبښئ))  هشټک بېخي زيات کارول شوی. موږ یوازې خپل غږ اوچ کړ.))

هاند وايي چې دا يې پر ځان د شهزاد او افغان کرکټ حق وګاڼه، هيله لري چې مثبته پايله ورکړي.))

نوموړي له افغانانو او د کرکټ له مينه والو وغوښتل چې په دغه کمپاين کې په پراخه کچه برخه واخلي څو اغېزه يې نوره هم زياته شي.

د کرکټ پخواني ملي لوبغاړي او په ننګرهار کې د کرکټ اکاډمۍ مسوول هستي ګل عابد وايي چې افغان لوبغاړي نوي په لوړه کچه کرکټ ته داخل شوي او له نړيوالو قوانينو سره ډېر بلد نه دي.

هغه د کرکټ د نړيوالې شورا ټولو قوانينو ته په احترام سره له دې نړيوالې ادارې وغوښتل چې د شهزاد سزا ختمه يا کمه کړي.

هستي ګل وايي: ((شهزاد په خپله منلې ده چې د تقويې درمل په تېروتنې او ناپوهۍ کې خوړلي دي، نو نړيوالې شورا ته پکار ده، چې د هغه تيروتنه وبښي.))

د افغانستان کرکټ بورډ پخوا ويلي وو چې د شهزاد د دفاع لپاره يې يو مدافع وکيل نيولى دى او د کرکټ له نړيوالې شورا سره کار کوي.

شهزاد محمدي د افغانستان د کرکټ د ملا تېر حيثيت لري او د افغانستان په ډېرو برياوو کې ده لاس  درلود.

هغه تر اوسه د افغانستان له لوري په ٥٨ يو ورځنيو  او ٥٨ شل اووريز نړيوالو لوبو کې برخه اخيستې ده، په يو ورځنيو لوبو کې يې څلور سليزې او ٩ پنځوسيزې او په شل اووريزو لوبو کې يې يوه سليزه او ١٢ پنځوسيزې وهلې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 255 تاريخ : سه شنبه 13 تير 1396 ساعت: 22:30