د لغمان دوو ولسواليو کې د وسله والو د تهديدونو له امله کلينيکونه تړل شوي

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک ۱۳ چنګاښ ٩۶): د لغمان په اليشنګ او الينګار ولسواليو کې له تېرو شاوخوا لسو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله کلينيکونه تړل شوي دي.

ټاکل شوې په الينګار ولسوالۍ کې يو نوی کلينيک ورغول شي، چې وسله وال يې تر خپل تسلط لاندې سيمه کې د جوړېدو غوښتونکي دي؛ خو روغتيايي چارواکي وايي، چې د وزارت د پاليسۍ له مخې بايد کلينيک په امن سيمه کې ورغول شي.

د اليشنګ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي احمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو لسو ورځو راهيسې د اليشنګ او الينګار ولسواليو کلينيکونه د خلکو پر مخ تړل شوي دي.

ده زياته کړه، وسله والو روغتيايي کارکوونکو ته ګواښ کړی، که کلينيکونو ته ورشي؛ نو دوی به يې پر وړاندې وسله وال اقدام وکړي.

د دغې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي او د غازي اباد د انکشافي شورا غړي ملک دوست محمد پژواک اژانس سره د خبرو پرمهال تاييد کړه، چې د دغو دوو ولسواليو کلينيکونه تړل شوي دي.

د هغه په وينا، د عامې روغتيا رياست په لارښوونه يو شمېر قومي مشرانو هڅې پيل کړي، ترڅو د خبرو اترو له لارې دغه ستونزه حل کړي.

دغه راز د الينګار يوه اوسېدونکي سلطان علي هم وويل، چې د دغو دواړو ولسواليو خلک اوس له سختو ستونزو سره مخامخ دي او مجبور دي، چې د درملنې لپاره تر مرکز مهترلام ښاره لاړ شي.

هغه غوښتنه وکړه چې حکومت دې د دغې ستونزې د حل لپاره جدي اقدام وکړي، څو خلکو ته د روغتيا په برخه کې رامنځته شوې ستونزه حل شي.

د لغمان د ولايتي شورا استازي محمد ظاهر حسين خېل هم پژواک ته وويل، چې له تېرو شاوخوا لسو ورځو راهيسې دا ستونزه پېښه شوې ده.

ده زياته کړه، ولايتي شورا او ولسي خلکو په ګډو هلو ځلو دغې ستونزې ته اوږه ورکړې او د منځګړتوب له لارې به ډېر ژر حل شي.

د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي هم مني چې په اليشنګ او الينګار ولسواليو کې د وسله والو د تهديدونو له امله کلينيکونه تړل شوي دي.

هغه وويل، ټاکل شوې په الينګار ولسوالۍ کې يو پنځوس بستريز روغتون ورغول شي؛ خو وسله وال طالبان غوښتنه کوي، چې دغه روغتون دې د شيخ صیب په سيمه کې، چې د هغوی په ولکه کې ده، ورغول شي.

نوموړي زياته کړه: ((د وزارت پاليسي داسې ده، چې کلينيک بايد هغه ساحه کې جوړ شي، چې د دولت په تسلط کې وي؛ نو ځکه يې د اليشنګ او الينګار ولسواليو کلينيکونه تړلي دي.))

د عامې روغتيا رييس وايي، د ولسي خلکو په منځګړتوب يې هلې ځلې پيل کړي او ډېر ژر به په دغه برخه کې پرمختګ وشي.

د قيومي د معلوماتو له مخې، له تېر لسو ورځو راهيسې خلک په دغو ولسواليو کې روغتيايي ستونزو سره مخامخ دي، چې يو شمېر يې هملته د يو نيم فعال کلينيک او موجودو شخصي معاينه خانو ته ورځي؛ خو ګڼ شمېر يې مرکز مهترلام ته د درملنې په خاطر راځي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم تاييدوي، چې په يادو ولسواليو کې روغتيايي سکټور يو څه ټکنی شوی؛ خو وايي، په بشپړه توګه ټول کلينيکونه نه دي تړل شوي.

دی وايي، هغه کلينيکونه چې په امن ساحو کې دي، ټول فعال دي او ځينې کلينيکونه په وقفه يي شکل فعاليت کوي.

د والي وياند زياتوي، کلينيکونه وسله والو تړلي نه دي او يواځې يې اخطار ورکړی او روغتيايي کارکوونکي د خپل سر له وېرې نه ورځي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 197 تاريخ : سه شنبه 13 تير 1396 ساعت: 22:30